د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې چاودنه، یو پولیس وژل شوی

کوټه - په کوټه کې چاودنه شوې چې پکې یو پولیس وژل شوی او څلور ژوبل دي.

حکومتي چارواکي وايي، چاودنه د پنجشنبې یا زیارت پر سهار د کوټې له مشرقي بای پاس سړک سره نېږدې شوې.

دوی وايي، چاودنه هغه مهال وشوه چې پولیسو ګزمه یا ګشت کاوه.

د پاکستان شخصي ټيليوېژنونه وايي، په ژوبلو شویو پولیسو کې د یوه روغتیايي حالت خراب دی.

د پاکستانیو طالبانو دوو ډلو – جماعت الاحرار او قاري سیف الله – د حملې ذمه واري منلې ده.

د مې پر ۱۰مه نېټه هم په کوټه کې یوه چاودنه شوې وه چې پکې دوه پولیسان وژل شوي ول. هغه چاودنه له بلوچستان پوهنتون سره نېږدې شوې وه.

چارواکو ویلي ول چې په هغې چاودنه کې درې پولیسان ژوبل شوي هم ول.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG