د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د کريکټ اوونيزه سيالي پای ته ورسيده


په جلال اباد کې د ننګرهار چمپين ټورنمنټ په نوم د لسو ټېمونو تر منځ د کريکټ سيالۍ يوه اوونۍ وړاندېپيل شوې وې، چې د سیشنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

دا سيالۍ د جلال اباد ښار بهسودو پله ته څېرمه د کريکټ په يوه خصوصي لوبغالي کې تر سرهشوې چې د يوې اوونۍ په دوران کې لس ټيمونه په خپلو منځو کې ولوبېدل چې ختيځ اکاډمۍ په شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوزيدو سره کونړ اتلانو ته ۱۳۴ منډي هدف وټاکه خو کونړ اتلان د پينځو لوبغاړو په سوزيدو د نولسم اور په دريم ګوزار په دې وتوانيدو چې ټاکلي هدف ته ځان ورسوي اوددغه ټورنمنټ چمپین شي.

بادام احمدزی چې د ټورنمنټ ویاندي يې کوله، د دغه پایلوبې په اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( د توپ اچونې لپاره ټاس کونړ اتلان لوبډلې وګتلو. ختيځ اکاډمي په شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره کونړ اتلانو ته ۱۳۴ منډې هدف وټاکه. خو کونړ لوبډلې د نولسم اوور په دريم ګوزار ټاکلي هدف ته ځان ورساوه او سيالي يې په خپل نوم کړه.))


د دغې سياليو د نندارې لپاره پر ننګرهار سربيره د کونړ او لغمان ولایتونو څخه هم په زرګونه تنه د کريکټ مینه وال راغلي ول، د کونړ اتلانو د لوبډلې يو تن لوبغاړي تميم تلوار مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د دوی د لوبغاړو محنت او د ننداره کوونکي تشویق د دې باعث شو چې کونړ اتلان د سياليو چمپین شي.

(( په دغه اتلولۍ کې د لوبغاړو ښې لوبې او د کريکټ د مینه والو د سپوټ او د کونړ نه د راغليو ځوانانو تشویق و چې موږ دغه سیالي وګټله.))

په ننګرهار کې د وړتیا په نوم سپورتي ټولنې مشر اکرام الله اکرام وايي چې د ځوانانو تر منځ د کريکټ د سیاليو له برکته دوی کولای شي چې ملي لوبډلو ته وړ ځوانان وروپيژني.


(( د کورني کريکټ د ودې لپاره دغه ډول سيالۍ ډيرې مهمې دي. همدغه سيالي دي چې موږ د کورني کريکټ نه ځوان لوبغاړي راوباسو ، ملي تيم ته يې ورکوو، نولس کلنو او اولس کلنو لوبډلو ته يې ورکوو. او بلاخره ولایتي ټيمونو ته جذبيږي.))

دغه سيالۍ د کريکټ د خصوصي ټيمونو تر منځ جوړې شوې وې او يو شمير سوداګريزو شرکتونو يې لګښتونه منلي و.


د افغانستان د کورني کريکټ مشر نظیم جار عبدالرحيمزی وايي چې د افغانستان کريکټ بورډ د پخوا په څېر ژمن دی چې د کريکټ خصوصي ټيمونو ته وده ورکړي.

(( خصوصي سکتور په ځانګړي توګه د کورني کريکټ يو مهم جز ګڼم. کريکټ بورډ دې ته ژمن دی چې خصوصي سکتور سره به اوږه په اوږه کار کوي او د دوی هر ډول مرستې ته ژمن دی.))

د يادولو ده چې نن چارشبنه په ننګرهار کې د کريکټ بورډ ادارې د کورني کريکټ سيالۍ د لسو ولایتونو تر منځ پيليږي چې دا تيمونه په دوه ګروپونو ويشل شوي چې يو ګروپ به يې د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې او بل ګروپ به يې د جلال اباد ښار د کريکټ په خصوصي لوبغالي کې سيالۍ تر سره کوي.

XS
SM
MD
LG