د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو په ننګرهار کې د ۲۷ وسله والو د وژلو ادعا کړې


د ننګرهارچارواکي دعوه کوي چې په خوګياڼو او اچین ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو د خپل منځي او امنیتي منسوبینو سره د نښتو په ترڅ کې۲۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل, د خوګياڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې بېګا شپه د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې د څلورو قوماندانانو په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دی وایي همدا راز د دغه نښتې په ترڅ کې یو سیمه ییز پولیس هم وژل شوی او دوه نوريې ټپیان دي، خو ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

په همدې حال کې د اچین ولسوالۍ په کرکرۍ سیمه کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې ۱۵ داعش او درې وسله وال طالبان وژل شوي او همدا راز شپږ داعش او پنځه وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.

د خوګياڼي په خبره د دغه نښتې په ترڅ کې داعش دوه غړيد وسله والو طالبانو له لورې ژوندي هم نیول شوي دي.

د یادو نښتو په اړه کومې وسله والې ډلې تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

خوګياڼي زیاتوي، د دوشنبې په ورځ چې د لالپورې ولسوالۍ اړوند د وسله والو له خوا دوه تنهواکسیناتوران تښتول شوي وو، د سیشنبې په ورځشاوخوا درې بجې د قومي مشرانو په هلو ځلو راخوشي کړل شول او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

XS
SM
MD
LG