د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ۳۱ زده کوونکې مسمومې شوي


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې نن د سې شنبې په ورځ د ورځې په یوولسو بجو په یوه مهال په ښار کې د نجونو د دوو لیسو یو شمېر زده کوونکې مسمومې شوې دي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډيو ته وویل، چې دا نجونې ۲۳ تنه د ښار د زرغونه انا او ۸ نورې د بي بي خدیجې لیسې زده کوونکې دي.

ده وویل، زده کوونکې د درملنې لپاره د خوست ولایتي روغتون ته لیږدول شوي او د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

مبارز محمد ځدراڼ وايي، تر اوسه د نجونو د مسمومیدو لامل ندی څرګند، خو پولیسو او کشفي ادارو پدې اړه جدي پلټنې پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، د مسمومو شویو نجونو د پوښتنې لپاره د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګونی ولایتي روغتون ته ورغلی وو او د یاد روغتون ډاکټرانو ته يې جدي لارښوونه کړې چې د نجونو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي، خو ډاکټرانو د نجونو د روغتیايي حالت په باب مرستیال والي ته ډاډ ورکړی دی.

د خوست د والي ویاند وړاندې وویل، په مسمومو شویو نجونو کې یوازې درې کم عمر لري، نورې نجونې د ښوونځیو د لوړو صنفونو زده کوونکې دي:

((د پيښې په اړه د کشفي ادارو لخوا جدي پلټنې پیل شوي تر څو ډېر ژر د دې پيښې لامل مالوم کړي او کچیرې دا پيښې مرتکبین ولري، چې ژر يې پیدا او ونیسي، څلور وړې نجونې دي، پاتې نورې د لوړو صنفونو شاګردانې دي، د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی، یو ښوونځی د غرغښت لیسې سره دی او د نجونو دویم ښوونځی د متون په کجیري کلي کې دی.))

د خوست چارواکي ټېنګار کوي، چې دا مساله دوی لپاره د انديښنې وړ ده او له هرې ممکنې لارې به دا مساله روښانه کړي.

د پيښې په اړه د دواړو ښوونځیو زده کوونکو ویلي چې د دوی په ټولګيو کې يې یو ډول بوی احساس شوی، خو ځینو نورو ویلي چې یو شمیر نجونې د اوبو له څکلو وروسته مسمومې شوې دي.

XS
SM
MD
LG