د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۴۵ ميله وسله ډاياګ ته وسپارل شوه


د ننګرهار امنیه قوماندانۍ منسوبينو ۴۵ ميله کلاشینکوفونه او تفنګچې د ډاياګ یا بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارلې.

امنیتي چارواکي وايي چې دغه وسلې يې د تيرو دوه میاشتې په دوران کې د بېلابېلو عملياتو او تالاشيو پر مهال لاسته راوړي وې.

ننګرهار هم يو له هغو ولایتونو څخه دی چې له تيرو اوږدو کلونو راهيسې په کې د دولت په وسله والو مخالفینو سربېره زورواکي هم شته چې په غير قانوني توګه وسلې ګرځوي. خو د ننګرهار چارواکي وايي چې دوی هوډ کړی چې په دغه ولایت کې به ټولې غير قانوني وسلې راټولوي او عاملين به يې د قانون منګولو ته سپاري.
د امنيه قوماندانۍمنسوبينو د سیشنبې په ورځ هغه ۴۵ ميله کلاشینکوفونه او تفنګچې د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارلې، چې د تېرو دوه میاشتو په دوران کې يې د پلټنو او عملياتو په تر سره کولو سره لاسته راوړې وې.

په هکله د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال زړور خان زاهد خبريالانو ته وويل:

(( ۴۵ مختلف النوعه وسلې چې کلاشینکوف او تفنګچي په کې دي، د دوه میاشتو د پلټنو او عملیاتو په دوران کې، په چيک پینټونو او تلاشيو کې د ننګرهار امنیتي ځواکونو لاسته راوړې وې، نن مو د والي صیب او د ولایتي شورا د یو شميړ غړو په حضور کې ډاياک ته وسپارلې.))


د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په دې موقع خبریالانو سره په خبرو کې وویل، که له دولت سره د ولس همکاري همداسې دوام ومومي، دوی به وتوانيږي چې ټولې غير قانوني وسلې راټولې راکړي.

(( نن چې تاسو کومه لاسته راوړنې ګورئ، دا په ډېر جرات او ډېرې قربانۍ باندې کيږي او زه مطمین یم، چې که چېرته د دوی دا قرباني وي او زموږ د ولس قوي همکاري وي، نو په ننګرهار کې به امنیتي وضعیت ښه شي او هغه څوک چې د قانون خلاف وسلې ګرځوي او زموږ ولس پرې ځوروي، د هغوی خلاف به اقدامات وشي.))

د یادولو ده چې په دې وروستيو څو میاشتو کې د انسان تښتونې پېښې هم زیاتې شوي چې د ننګرهار اوسيدونکي انديښنه لري چې هغه بارسوخه اشخاص چې په څه نه څه شکل ورته له دولت نه مراعات حاصل دي او په غير قانوني توګه وسلې ګرځوي، د انسان تښتوني او نورو جنايي جرمونو په پېښو کې لاس لري. خو د ننګرهار چارواکي وايي چې دوی کلک هوډ کړی چې که له هر چا سره غير قانوني وسله ولیدل شي، ترې اخيستل کيږي او د قانون منګولو تهسپارل کيږي.

XS
SM
MD
LG