د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: فیفا په منتخبو ادارو د خلکو باور ډېرولو برنامې لري


په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ فعالان وايي، چې د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې يې له موکلینو سره د اړوندو ولایتونو د وکیلانو د ګډو ناستو برنامه تر لاس لاندې نیولې ده.

دوی زیاتوي له دې برنامې څخه يې موخه داده تر څو خلکو ته پوهاوی ورکړل شي چې دوی د خپلو وکیلانو له فعالیتونو څخه د ګزارش اخیستنې حق لري او وکیلان هم پدې وپوهول شي، چې هغوی خپل ولس ته په ځواب ورکولو مکلف دي.

یادې څرګندونې د دوشنبې ورځ د د پرانیستي او ځواب ویونکي پارلمان په نوم په خوست کې په جوړه شوې برنامه کې د فیفا د بنسټ یو تن استازي پاینده خلیل مشال راډیو ته وکړې.

ده وویل، د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ له دریو کلونو راهیسې د پارلمان نه مشاهده کوي او د هغې مشاهدې په رڼا کې بیا یو یا دوه وکیلان اړوندو ولایتونو ته بیايي تر څو د خلکو ستونزې واوري.

دی زیاتوي لدې کار نه يې موخه داده چې په ټولنه کې د ځواب ورکوونې اصل دود شي.

پاینده خلیل وړاندې وايي:

((خلک وايي چې وکیل موږ نه رایې واخیستې، پارلمان ته ولاړ او زموږ پوښتنه نه کوي، همدارنګه وکیل هم فکر کوي چې لده نه پوښتنه کوونکی څوک نشته، حال دا چې د قوانینو په رڼا کې وکیل خلکو ته ځواب ورکوونکی دی، دویم هدف مو په منتخبو ادارو د خلکو د باور ډېریدل دي او دریم داده چې د خلکو په ستونزو په محلو ادارو کې بحث وشي، او که ممکنه وي حل لارې ورته پیدا شي.))

په یاده برنامه کې په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازې ساهره شریف د ولایتي شورا رييس عبدالولي واحدزي او د خوست مدني فعالانو، قومي مخورو او د استازو موکلینو برخه لرله.

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازې ساهره شریف د ولایتونو له کارونو څخه د نظارت په کار کې د پارلمان وکیل پاتې وبلل.

دې وویل په کال کې دوه ځلې د پارلمان د وکیلانو رخصتۍ یوازې د همدې لپاره دي، چې هغوی په خپلو ولایتونو کې د ادارو او پروژو له کارونو نظارت وکړي او د موکلینو ستونزې واوري، خو د بیلابیلو لاملونو پر بنسټ دوی دا کار ندی کړی.

ساهره شریف زیاتوي:

((امنیتي ستونزې مهمې دي، ځکه په خپل وخت وکیل نشي کولای پیدا شوې موضوع له نږدې وویني او د خپلو موکلینو استازیتوب وکړي، بل دلیل زما لپاره نشته، زه ځان ملامته ګڼم چې رخصتیو کې چې د موکلینو سره د لیدنو لپاره دي، یا په خپل ولایت کې نظارت دی، دا کار په ښه توګه ترسره کړم.))

د خوست یوه تنه مدني فعاله کامله اکبري وايي کچیرې د وکیلانو او موکلینو د سوال او ځواب دا ډول برنامې دوامداره وي ګټورې دي، که نمایشي وي نو ګټه نلري:

((خلک پدې له خپلو وکیلانو ناراضه وٍي، چې دوی يې د فعالیتونو نه خبر نه وي، که داسې پروګرامونه په لاره واچول شي، وکیلان د خپلو کړنو ګزارش ولس ته ورکړي، خو ګټور هغه وخت وي چې دوی وخت په وخت راشي که په پنځو کلونو کې یو ځل وي، نو بیا ډېر په ګټه نه تمامیږي، دا نن پروګرام ګټور دی.))

د فیفا لخوا د خوست د خلکو د استازو او موکلینو د جوړې شوې ناستې ګډونوالو نیوکه کوله چې په ملي شورا او ولایتي شورا کې يې ډیری استازو د خلکو له ستونزو خپل شخصي خبرو ته ډېره توجه کړې ده، دوی زیاتوله، هغوی نشي کولای د اړتیاوو پر مهال له خپلو استازو سره وویني او د خپلو ستونزو د حلولو مرسته ځنې وغواړي، خو وکیلان دا نیوکې نه مني اوزیاتوي چې تر وسهيې خپلې هڅې کړې دي.

XS
SM
MD
LG