د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل مظاهره پای ته ورسېده


کابل -په کابل کې د زرګونه کسانو مظاهره په رسمي ډول پای ته ورسېده.

په سیمه کې د مشال راډيو همکار وایي، مظاهره تر هغې وروسته پای ته ورسېده چې پرېکړه لیک ولوستل شو او د ولسمشر پخواني مرستیال کریم خلیلي د مظاهرې د پای غوښتنه وکړه.

د مظاهرې په پرېکړه لیک کې د نورو مسلو ترڅنګ راغلي چې حکومت باید د ترکمنستان د برېښنا د پروژې مزي د بامیانو له لارې تېر کړي او د بامیانو خلکو ته له تبعیض پرته برېښنا ورکول شي.

د سولې شورا مرستیال او د پخواني ولسمشر حامد کرزي معاون کریم خلیلي خبر داری ورکړ، که یې غوښتنې ونه منل شي مظاهرو ته به دوام ورکړي.

تر دې مخکې افغان ولسمشر اشرف غني وویل، د ملي یووالي حکومت د هېواد ((متوازنې پرمختیا ته ژمن)) دی.

د ولسمشر له دفتره پر ټوېټر په خپرو شویو بیانونو کې راغلي، د افغانستان وګړي دا حق لري چې ((له قانون سره سم سوله ییزې غونډې او احتجاجونه وکړي.))

دا بیان پر داسې وخت خپور شوی چې د دوشنبې پر ورځ د کابل ښار ګڼو اوسېدونکو له ترکمنستان څخه د برېښنا مزو له بامیانه د تېرولو غوښتنې لپاره مظاهرې پیل کړې.

مظاهره کوونکو غوښتنه کوله چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو وولټه برېښنا مزي باید د بامیانو له لارې تېر شي نه د سالنګ.

خو افغان ولسمشر په خپل بیان کې ویلي چې د دې مزي د بامیان پر ځای له سالنګه د تېرولو پرېکړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت کړې وه.

بیان وايي، ولسمشر یوه کمېټي جوړه کړې چې بامیانو ته د برېښنا رسولو لپاره ((هره سرچینه)) په کار راولي.

​د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، د ملي یووالي حکومت بریالی شوی دی چې د ۲۰۱۸ز کال تر پایه بامیانو ته د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا ورکولو لپاره سرچینې او وسایل تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG