د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د دایانو په روزلو سره د میندو مړینه کمه شوې


په جلال اباد کې د دایانو په اړه غونډه
په جلال اباد کې د دایانو په اړه غونډه

د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست له لورې په جلال اباد ښار کې د یوې غونډې په ترڅ د دایانو په کار او حقونو خبرې وشوې. په دې غونډه کې له ننګرهار سربيره د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو د روغتيا يو شمېر چارواکو او قابله ګانو هم برخه واخېسته.

د ننګرهار د عامې روغتیا د حمايت د پروژې د همغږۍ ولایتي مسوول ډاکټر شا محمد قاضي زاده مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: له دغې ورځې د لمانځلو نه يې موخه دا ده چې د هغو دایانو د خدمتونو اعتراف وشي چې په لرې پرتو ولسواليو کې پر دندو ګمارل شوي دي.

« د دې ورځې د لمانځلو نه مو هدف دا دی چې هغه خویندې چې په ليرې پرتو سيمو کې کار کوي، د هغوی کارکرده ګي وستايو، ځکه چې هغوی په ‌ډېرو سختو حالاتو کې د مور او ماشوم خدمت کوي.»

نادره صدیقي چې د تيرو شلو کلونو راهيسې د دایي دنده تر سره کوي، وايي چې لا هم په خپله دنده کې ستړې نه ده، شپه او ورځ د ميرمنو په خدمت کې حاضره ده.

« لس کاله مې په جلال اباد کې کار کړی او لس کاله مې په خاص کونړ کې کيږي، موږ د ښځو مشکلاتو د اوارولو په خاطر شپه او ورځ په شفاخانو کې نوکري کوو، ډېره زیاته په خپل مسلک کې خوشاله یم او علاقه لرم چې شپه او ورځ په دغه برخه کې د ښځو خدمت وکړم.»

ثريا چې د خاص کونړ په منګوال کلينيک کې له لسو کلونو راهيسې د قابله ګۍ دنده تر سره کوي، وايي چې د مور او ماشوم د مړينې د کچې د کمولو لپاره دوی په ټولو برخو کې میندو ته مشورې او خدمات وړاندې کوي.

« د لته میندې له ولادت نه مخکې او ولادت نه وروسته څلور ځلې راځې او هر ځل مشورې ورکول کيږي. وروسته د زيږون څخه څارنه ده چې موږ میندو ته مشورې ورکوو. د کورني تنظیم لپاره هم میندو ته مشورې ورکوو او وخت پر وخت ورته د ماشوم وزن معلوموو او په دغه برخه کې هم مشوري ورکوو او میرمنو ته خدمات وړاندې کوو.»


د ننګرهار د روغتيا چارواکي وايي چې د ۲۰۱۱ میلادي کال نه وړاندې په افغانستان کې په سلو زرو کې د مور او ماشوم د مړينې کچه ۱۶۰۰ تنو ته رسيدله، خو د دایانو په روزلو سره د مور او ماشوم د مړينې دا کچه ۳۲۷ تنو ته راټيټه شوې ده.


XS
SM
MD
LG