د لاسرسي ځای

تازه خبر

عزیز: د اېف ۱۶ الوتکو لانجې د امریکا-پاکستان اړیکي ساړه کړي


اېف ۱۶ جنګي الوتکې
اېف ۱۶ جنګي الوتکې

د پاکستان بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي، په تېرو درو میاشتو کې د اسلام اباد او واشنګټن اړیکي ساړه شوي دي.

تېر مازیګر نوموړي سېنېټ ته په وینا کې وویل، پر پاکستان د اته اېف شپاړس جنګي الوتکو خرڅولو په ترځ کې د امریکايي کانګرس له خوا د رعایت نه ورکولو پرېکړه د اړیکو سړوالي ښکارندويي کوي.

ده وویل، د دې لامل ښايي دا وي چې امریکا د پاکستان اټومي پروګرام په اړه اندېښنې وښودې چې اسلام اباد په کلکه رد کړې. عزیز وویل، دوی د ډاکتر شکیل اپرېدي خوشې کولو په اړه د امریکا او بالخصوص د کانګرس مسلسلې غوښتنې هم رد کړې دي.

سرتاج عزیز وویل، امریکايي چارواکي، کانګرس، د هغه هېواد څېړنیزې ادارې او رسنۍ پاکستان د حقاني وسله والې شبکې په ملاتړ تورنوي خو په دې لړ کې هېڅ کره ثبوت نه ورکوي. ده زیاته کړه چې پر دې ټولو ستونزو سربېره حکومت هڅو ته دوام ورکړی چې اېف شپاړس الوتکې تر لاسه کړي.

د روانې میاشت په پیل کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې د کانګرس مخالفت له کبله پاکستان ته د اېف شپاړس جېټ الوتکو په اخیستو کې رعایت نه ورکوي.

د اېف ۱۶ الوتکو په اړه په سېنېټ کې د بحث په وخت سېنېټرانو حکومت ته تجویز هم ورکړو چې پاکستان دې خپله بهرنۍ تګلاره واړوي.

د دفاعي چارو کار پوه او پخوانی لېفټینېنټ جنرل طلعت مسعود په وینا چې په ځینو معاملو د امریکا له پاکستان سره اختلافات شته خو پاکستان د ترهګرۍ خلاف یو اهم اتحادي له وجې داسې ښکاري چې د خبرو-اترو له لارې به مسله هواره شي.

“پاکستان هم له خپله اړخه بیانونه ورکوي چې خپل موقف بیان کړي او تاسو ته مالومه ده چې د اېف ۱۶ الوتکو په اخیستو کې د امریکا مشکلات راراون دي خو امریکا ته دا علم شته چې پاکستان یو مهم ملک دی او امریکا ته د پاکستان حمایت پکار وي او زه ګنم ممکنه ده چې د خبرو اترو له لارې معامله د هوارولو کوښښ وکړل شي.”

د ذکر ده د سېنټ غړیو ته د سرتاج عزیز له وینا پس د سېنېټ چیېرمېن رضا رباني د اېف ۱۶ الوتکو معامله د سېنېټ دفاعي او خارجه چارو کمېټۍ ته لېږلې او هدایت یې کړې چې په مشترکه غونډه کې دې د دې جاج واخیستل شي.

د اته اېف ۱۶ جنګي الوتکو نرخ شاوخوا اویا کروړه ډالر دی، چې پکې دري څلوېشت کروړه ډالر به د امریکا حکومت ورکول او نور اوویشت کروړه ډالر به پاکستان ورکول.

XS
SM
MD
LG