د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې بهیر غونډه روانه میاشت کېږي


د پاکستان خارجه چارو دفتر وايي ټاکل شوې چې د افغانستان له طالبانو سره مذاکراتو لپاره د پاکستان، افغانستان، امریکا او د چین څلوراړخیز پنځمه غونډه به په روانه مې میاشت کې وشي.

د زیارت په ورځ په خارجه چارو دفتر کې اوونیزې غونډې ته د خارجه چارو دفتر ویاند نفیس زکریا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې له طالبانو سره د مذاکراتو کول اسانه خبره نه ده، څلور واړه ملکونه د مذاکراتو هواري لپاره خپل کوښښونه کوي.

ده وویل چې له افغان طالبانو سره مذاکرات کول د څلور واړو ملکونو مشترکه ذمه واري ده.

“ټاکل شوې چې روانه میاشت د څلوراړخیز هېوادونو پنځمه غونډه وشي. روانه میاشت دا پروګرام لرو چې د پاکستان، افغانستان، امریکا او د چین څلوراړخیز پنځمه غونډه به کېږي او له دې سره سره زموږ کوششونه به طالبان د مذاکراتو مېز ته راستو لپاره روان وي او که دا مخکې کېږي نو و به شي خو څلور واړه ملکونه به دا پنځمه غونډه کوي. په دې غونډه کې به د دې خبرې جاج اخیستل کیږي چې څه وشو، څه مشکلات او خنډونه دي، د څه له وجې خبرې اترې و نه شوې نو د دې جاج به اخیستل کېږي“

د راپورونو له مخې د اپرېل په وړمبۍ هفته کې پاکستان، افغانستان، امریکا او د چین څلوراړخیز پنځمه غونډه په اسلام اباد کې ټاکل شوې وه خو د طالبانو له انکاره پس وځنډېدلې.

خبریال رحیم الله یوسفزی وايي له څلوراړخیز پنځمې غونډې ښکاري چې د مذاکراتو لپاره له نوې سره کوشش کېږی.

“زما په خیال دوی به غواړي چې د مذاکراتو لپاره دا هلې ځلې روانې وي، طالبانو سره هم رابطې وي او پاکستان امریکا او چین هم طالبانو ته ووايي. افغانستان حکومت په دې اخر کې په غصه کې وو چې موږ نور د پاکستان د لارې خبرې نه کوو نو چې د افغانستان حکومت او طالبان دوی رضا کړې او دا خبرې پېل شي نو دا د دوي کوشش مخکې هم وو او اوس هم دې او په آینده کې به هم وي خو هاغه داسي واضحه نه وو نو اوس به دا کتل کېږي چې دا ځل دوی څومره پرمختګ کولی شي خو دا یو ډېر مشکل کار دی”

XS
SM
MD
LG