د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ۲۲۵ ښوونکو ته د کورونو لپاره ځمکې ویشل شوې


د پنجشنبې پر ورځ په خوست کې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د سموات باغ په سیمه کې د ۲۲۵ ښوونکو د کورونو د لپاره د یو نوي ښارګوټي د جوړولو کار پیل شو.

د ښوونکو یاد ښارګوټی چې په په ۱۲۰ جریبه ځمکه کې ابادیږي د ښوونځیو، پارکونو، د پولیسو د ماموریت، روغتون او نورو ټولنیزو خدمتونو له پاره په کې ځایونه په پام کې نیول شوي دي.

که څه هم په خوست کې د ښوونکو له پاره په بیلابیلو سیمو کې د څلورو ښارګوټو د جوړولو له پاره سیمې په نښه شوي او ښوونکو ته په کې لا دمخه د کورونو له پاره ځمکې ویشل شوي، خو د سیګۍ او سموات باغ د پروژې پرته چې په دې وروستیو کې د غاصبینو له منګولو خلاصې شوي ، د ښوونکو د دوو نورو ښارګوټو سیمې تر اوسه هم د زورواکو او سیمه والو له خوا غصب دي او ښوونکي په کې د کورونو جوړولو ته نه پریږدي.

د خوست د پوهنې رئیس بخت نور بختیار په د ښوونکو د سوات باغ په ښارګوټي کې د ښوونکو د ښارګوټي د جوړولو د کار په د پرانیستې په مراسمو کې مشال راډیو ته وویل، هڅه کوي چې د دوو نورو ښارګوټو سیمې هم له غاصبینو خلاصې او ښوونکو ته يې وویشي.

بخت نور بختیار زیاتوي:

((پدې ښارګوټي کې ۲۲۵ نمرې دي، د څلورو ولسوالیو ښوونکي په کې نمرې ترلاسه کوي، په اوله قدمه کې شهدا دي، په دویمه قدمه کې خویندې دي او په دریمه قدمه کې هغه ښوونکي دي چې د خدمت موده يې تر نورو ښوونکو ډېره وي.))

په دې وروستیو کې د افغان ولسمشر محمداشرف غني په مستقیمه لارښوونه د هېواد په کچه هڅې پیل شوي تر څو د حکومت غصب شوې ځمکې په ځانګړې ډول هغه ځمکې چې د ښوونکو د ښارګوټو لپاره ځانګړي شوي، د غاصبینو له منګولو ازادې کړي.

خوست ته هم د ولسمشر د لوی سلاکار قمرالدین شینواري په مشری یو پلاوی تللی تر څو د ځمکو د غصب مساله له نږدې تعقیب کړي، نوموړي د ښوونکو د ښارګوټي د جوړولو د پیل په مراسمو کې وویل:

((نه یوازې په خوست کې بلکې د هېواد په کچه د جلالتماب ولسمشر د هدایت سره سم یو باصلاحیته پلاوی ګمارل شوی دی، تر څو غصب ته په ځانګړي ډول د ښوونکو د ښارګوټو سیمې چې غصب دي، غصب ته يې د پای ټکی کیږدي، موږ الحمدالله په ټول هېواد کې لاسته راوړنې درلودلې، او نن يې تاسو ګورئ چې په سموات باغ کې هم موږه دغه لاسته راوړنه لرو.))

هغه شمیر ښوونکي چې د سموات په ښارګوټي کې يې ورته ځمکې ورکړل شوي، د حکومت لدې اقدامه خوښ دي او غوښتنه کوي، چې د دې پروژې د کارونو د بیا ودریدو د مخنیوي لپاره کلک تدابیر ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سموات په دښته کې د ښوونکو یاد ښارګوټی د ځايي چارواکو لخوا دوه ځلې مخکې هم پرانیستل شوی، خو سیمه والو او دعوه ګیرو قومونو يې د کارونو مخه نیولې ده، دا ځل د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د دې ابادیو تر بشپړیدو پورې پدې ځای کې امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG