د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلمیار: د تورخم د پولې تړل به ونه زغمو


د تېرې سیشنبې په ورځ چې په تورخم پوله د افغان سرحدي پوليسو او پاکستاني ملېشو تر منځ د تاسساتو جوړولو په سر کوم کړکيچ رامنځته شوی و، له امله يې د خلکو پر مخ د تګ راتګ لاره تړل شوې ده.

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار او د ولسي جرګې غړی فریدون خان مومند له افغان دولت نه غواړي چې د تورخم په بندر رامنځته شوی کړکيچ د ډيلوماتیکو لارو حل کړي.

د مۍ د لسمې نيټې راپه دېخوا پاکستاني ملېشو د تورخم پوله د خلکو پر مخ تړلی چې له امله يې دواړو غاړو ته پراته ولسونه له سختو ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې یا سینټ مشر فضل هادي مسلمیار په افغان دولت غږ کوي چې دغه ستونزه د ډپلوماتیکو لارو حل کړي او که اړتیا وليدل شوه، ولسونه به د خپلو سرحدي ځواکونو سره اوږه په اوږه له خپلې خاورې نه د فاع په خاطر ودريږي.

(( په تورخم دروازه او یا د ډيورنډ په کرښه چې هره دروازه وي، هغه موږ ته د منلو وړ نه ده. او بیا د افغانانو پر مخ د دې تړل غندو. زموږ په حکومت غږ دی چې دغه معامله د ډپلوماټيکو او سیاسي خبرو له لارې حل کړي، تر څو هم د ولسونو ستونزې حل شي او هم موږ ته يوه تاريخي بدنامې پاتې نه شي. په دوهم قدم کې که چيرته دا موضوع نه حل کيږي، زموږ دريځ واضح دی چې خپلو ځواکونو سره به اوږه په اوږه د خپلې خاورې نه د دفاع په خاطر وجنګېږو.))

د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی فریدون خان مومند وايي حکومت ته په کار دي چې دغې ستونزې ته د حل لاره پيدا کړي.

(( افغانان به د دې ټولو فشارونو سره سره بیا هم د پاکستان دغسې غوښتنو ته او منلو ته تیار نه شي. افغانان که له هر ډول فشارونو سره مخ شي، بیا هم مقاومت کولای شي، ځکه د لوړو قوتونو په مقابل کې چې کومه قرباني ورکړل شوې، نو د پاکستان په مقابل کې به هم کيږي. خو زموږ کوشش دا دی او د مرکزي حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې موږ له يوې بلې جګړې سره مخامخ نه شوو او دا ملت دې ته مجبور نه شي چې بيدون د حکومت له اجازې او غوښتنې راپاڅېږي او د پاکستان په مقابل کې جنګ شروع کړي.))

بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزی وايي چې د همدې ستونزې د حل لپاره له کابل نه تازه يو پلاوی ننګرهار ته رارسيدلی دی. دی تمه لاري چې د دغه پلاوي په واسطه به دوی وکولای شي چې پېښې شوې ستونزې ته حل لاره پيدا کړي.

(( د ډيورنډ د کرښې موضوع له نورو موضوعاتو نه ځانګړي خصوصیتونه لري. دا منل شوی سرحد نه دی. نو دلته چې هر ډول اقدام اخيستل کيږي، باید د دواړو ملکونو په مشوره باندې وي. تېره ورځ چې هغوی غوښتل چې ازغن تار تېر کړي او خپل ترتيبات ونيسي، زموږ سرحدي قواوې په جريان کې نه وې، نو ځکه يې مخه ونيول شوه. نن يو هييت له کابل نه راغلی، هغوی به دا موضوع له نېږدې نه ګوري او حل لاره به ورته پيدا کوي.))

د ولسي جرګې استازی فریدون خان مومند وايي چې په ګوشته او لالپورې ولسوالۍ کې چې سرحد ته نيږدې کوم کلي پراته دي، په تيرو مياشتو کې د توپچي انداختونو له امله خلکو کلي پريښي چې اوس په کې د دولت مخالفینو مرکزونه جوړ کړي دي.

خو د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وايي چې دوی ته داسې کومه اطلاع نه ده راغلې چې ګوندې پريښودل شويو کليو دې د دولت مخالفینو مرکزونه جوړ کړي وي.

XS
SM
MD
LG