د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ځانمرګي بريد ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې


د ننګرهار چارواکي وايي، نن ( پنجشبنه) شاوخوا يوولس بجې د غنيخېلو ولسوالۍ روغتون ته څېرمه د سيمه ييزو پوليسو پوستې ته جوخت یوه ځانمرګي بريد ۱۱ تنو ته مرګژوبله اړولې ده.


د ننګرهار والي سليم خان کندوزي خبريالانو ته وويل چې په دغه پېښه کې يو تن محلي پوليس وژل شوی او اوه نورو ولسي وګړي ژوبل دي، خو د ننګرهار عامې روغتیا چارواکي وايي، چې د پېښې له ځایه د غنيخېلو روغتون ته لس تنه ټپیان او يو مړی وروړل شوي دي.

بلخوا د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي چې نن شاو خوا لس نيمې بجې د پچير و اګام ولسوالۍد زرمه خېلو په سيمه کې د دغه ولسوالۍ لپاره د وسله والو مخالفینو نومول شوی ولسوال امین جان د هوايي بريد په ترڅکې وژل شوی او د هغه ساتونکي ټپي شوی دی.

XS
SM
MD
LG