د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاج محمد جاهد: د هېواد پولیس به پیاوړي کړو


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وايي، چې د پولیسو د اړتیاوو د بشپړولو لپاره يې هڅې پیل کړي او دوی به د ټولو ولایتونو د پولیسو د ضرورتونو د پوره کولو لپاره اقدام وکړي.

ده چې د دوشنبې پر ورځ د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د پولیسو د سپین غر زون په قوماندانۍ کې د اوو ولایتو د ملي او سرحدي پولیسو د قوماندانانو غونډې ته وینا کوله ټېنګار وکړ، چې پولیس نه یوازې د عامه نظم د ټېنګښت، د قانون د تنفیذ او د جرایمو د مخنیوي په برخه کې فعالیت لري، بلکې دوی عملاً دا مهال د نورو امنیتي ادارو سره په څنګ کې د وسلوالو پر وړاندې په جګړه بوخت دي.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه:

((زموږ موخه همدا ده، چې زموږ امنیه قوماندانۍ، جزوتامونه او قطعات چې عملاً په دندو کې دي، د هغوی ملاتړ وکړو، په ځانګړي ډول ملي پولیس چې له یوې خوا د نورو امنیتي ځواکونو په خوا کې عملاً په جګړه کې ښکیل دي او هم د عامه نظم په تامین، د قانون د تنفیذ او د جرایمو مخنیوی هم چې د پولیسو له دندو څخه دي او خلک يې له پولیسو څخه غوښتنه لري.))

تاج محمد جاهد زیاتوي، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه اوسنیو شرایطو او حالاتو ته په کتو هڅه کوي، چې د خپلو قطعاتو او جزوتامونو حقیقي ستونزې او ننګونې مالومې کړي او پر وخت د دوی غوښتنو ته رسیده ګي وکړي.

د کورنيو چارو وزير د لويې پکتيا له ولسونو او مخورو هم غوښتنه وکړه چې د خپلو افغان امنيتي ځواکونو ملا وتړي او د هېواد د امن په ټېنګولو کې برخه واخلي.

پکتيا والي نصرت الله ارسلا په خپلو خبرو کې د محلي پولیسو د تشکیل د ډېریدو غوښتنه وکړه، ده وویل چې په یاد ولایت کې محلي پولیسو ښه نتیجه ورکړې او د تشکیل ډېریدو ته يې اړتیا موجوده ده.

پکتیا والي زیاته کړه:

((محلي پولیس په پکتیا کې ډېر موثر تمام شوي دي، حالاتو ثابته کړې ده چې دوی د نورو امنیتي ارګانونو سره په څنګ کې په جګړه کې برخه اخلي او حتی ځنې وخت دوی د نورو ارګانونو څخه مخکې دي، د دوی تشکیل ته ستاسو جدي پاملرنه غواړم، ځکه موږ سره یو ځل وعده وشوه، چې پنځلس زره تشکیل زیاتیږي او هر ولایت ته په هماغه حساب تاسو تشکیل ورکوئ، خو متاسفانه دا تشکیل موږ ته منظور ندی.))

د پکتیا والي غوښتنه وکړه، چې د ګردیز په ښار کې دې د پولیسو درې امنیتي حوزې زیاتې شي، د سرحدي پولیسو تجهیز او اکمال ته دې توجه وشي او امنیتي ارګانونه دې له دفاعي حالته تعرضي حالت ته داخل شي.

پدې غونډه کې د پکتيا، خوست، پکتيکا، غزني او لوګر امنيه قوماندانانو هم په خپل وار د کورنيو چاور وزير ته د اړوند ولایتونو د امنیتي حالاتو، همدارنګه پرمختګونو او ننګونو په تړاو مالومات ورکړل.

XS
SM
MD
LG