د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د جلال اباد ښار د پاکوالي شل ورځنې کمپاين پيل شو


د جلال اباد ښار د پاکوالي لپاره شل ورځينی کمپایند سیشنبې په ورځ پيل شو. په دغه کمپاين کې د ښاروالي پر منسوبينو سربېره د ښاروالۍد مشورتي شورا غړو، د ګذر وکيلانو، محصلينو، او د پوهنتون استادانو هم برخه اخيستې ده.

جلال اباد يو له هغو ښارونو څخه دی چې په دې وروستيو څو کلونو کې ورتهد بد امنيو له امله له اکثرو ولسواليو څخه خلکراغلي او د ښار په بېلابېلو برخو کې مېشت شوي او تر څنګ يې له نورو ولایتونو څخه هم په زرګونه کورنۍ په دغه ښار کې مېشتې دي چې له امله يې په ښار کې کثافات ډېر شوي دي. خو د جلال اباد ښاروالۍ پتېيلې ده چې د شورا د غړو او د ګذر د وکيلانو په ملتيا به په شلو ورځو کې ښار له کثافانو ځخه پاکوي.


د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان د ښار د پاکوالي د کمپاين د پرانستې پر مهال خبریالانو ته وويل:

(( دغه کمپاين د شلو ورځو لپاره دی چې د ښار په پينځو ناحيو کې به تر سره شي، په هره ناحیه کې به څلور ورځې کمپاین کوو. په دې کمپاین کې موږ سره د ګذر وکيلان، دښاروالۍ د مشورتي شورا غړي، د پوهنتون محصلین او استادان، د مدني ټولنو استازي، د ځوانانو استازي، د ګذر د خلکو نه لس، لس نفر نماینده ګان او زموږ دتنظیف برخه په دغه کمپاین کې برخه لري. دا کمپاین دوه برخې لري، یو عملاً د کمپاین برخه ده او بله يې د عامه پوهاوي برخه ده.))


د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد او د ښاروالۍ د مشورتي شورا غړی شاه محمود چې په لسګونو محصلین يې د ښار د پاکوالي په خاطر له ځان سره مله کړي وو، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( په ګڼ شمېر کې محصلين مې له ځان سره راوستي دي. او هغه کسان دي چې د ځانښودنې لپاره نه، بلکې د کار لپاره راغلي دي. غواړي چې د ښار په پاکوالي کې برخه واخلي. ښار زموږ د ټولو مشترک کور دی. نو لکه څنګه چې خلک د خپل کور انګړ پاک ساتي، باید د خپل کور مخه، سرکونه او د ښار هره نقطه داسې وګڼي، لکه د خپل کور انګړ.))

د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت استازی او د ښار والۍ د مشورتي شورا غړی محمد یعقوب شینواری وايي، د ښار اوسیدونکو ته په کار دي چې له ښاروالۍ سره په همغږۍ د خپل ښار پاکوالي ته پام واړوي.

(( د ښار پاکوالی د ښاروالۍ وظیفه ده، خو باید چې موږ په خپلو کې داسې يو همبستګي او همغږي جوړه کړو چې موږ په شريکه د ښاروالۍ سره کار وکړو، نو دا هيوادوال به په دې اطمناني شي او د خپل ښار سره به يې مينه پيدا شي.))


د جلال اباد ښاروال وايي چې دوی به د دغو شلو ورځو په دوران کې د ننګرهار د پوهنې رياست، حج او اوقافو رياست او د ښځو چارو رياست سره ګډې ناستې ولري، چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، خلک خپل ښار خپل کور وګڼي او پاکوالي ته يې پام واړوي.


دی وايي چې دغه کمپاين نه علاوه دوی هره ورځ څلور نيم سوه ټنه کثافات له ښار نه وباسي او په پام کې لري چې دوه سوه کثافاتدانۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې ولګوي.

XS
SM
MD
LG