د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن نهې ورځ په یوه بیان کې وویل، د افغانستان ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د پاکستان بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ته ټیليفون وکړ او ورته یې وویل چې د پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني زوی – علي حیدر ګېلاني – یې د عملیاتو پر مهال له تښتوونکو خلاص کړی.
بیان وايي، دا عملیات افغان او امریکايي ځواکونو په شریکه په غزني کې کړي. بیان زیاتوي، تر طبي معاینې وروسته به ګېلاني پاکستان ته واستول شي. د یوسف رضا ګېلاني زوی ټیک درې کاله مخکې له ملتانه تښتول شوی وو.