د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د کرنيزو خدمتونو وړتیاوې لوړيږي


په بهسودو کې پر کروندګرو لپټاپونه ووېشل شول
په بهسودو کې پر کروندګرو لپټاپونه ووېشل شول

د امريکا د خلکو د پراختیا ادارې USAID په مالي مرسته د ننګرهار د کرنې رياست اړوند د پینځو ولسواليو د ترويج د مديریتونو لپاره د دوی د کاري ظرفیتونو د لوړولو په خاطر لپ ټاپونه، کمپيوټرونه او د انټرنيټ اسانتیاوې ورکړل شوې.د کرنې رياست چارواکي وايي چې د دغو اسانتیاوو په لرلو سره به دوی په دې وتوانيږي چې بزګرانو ته د پام وړ خدمتونه وکړي.

د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي چې د دغه پروګرام پر مټ به دوی وکولای شي چې بزګرانو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي. د شنبې په ورځ يې د بهسودو ولسوالۍ د کرنې د ترويج مديريت په نويو پرمختللو وسايلو سمبال کړ. په دې اړه د ننګرهار د کرنې رياست سرپرست انجينر شاکرالله مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


« USAID زموږ د پينځو ولسواليو سره د میزونو، څوکيو، کمپيوټرونو، لپ ټاپونو، د انټرنیټ اسانتیاوې او لمريزې بريښنا په برخه کې مرسته کوي. نن موږ د بهسودو لسوالۍ د کرنې د ترویج مديريت کې دا افتتاح وکړه.»

د ننګرهار د کرنې رياست په چوکاټ کې د بهسودو ولسوالۍ د کرنې د ترويج مدير انجینر ذبیح الله وايي،د دوی د کاري ظرفیت په لوړولو سره به د دغه ولسوالۍ بزګرانو ته رغنده کرنيزې مشورې ورکړل شي.

« دغه پروګرام چې زموږ د ظرفیت لوړونې په خاطر دی، دا به موږ ته په راپور ورکولو او د کرنيزو فعالیتونو د څرګندولو په خاطر زموږ لپاره ډېر زیات مهم دی. موږ به کوشش کوو چې د دغه پروګرام له لارې دهقانانو ته پر وخت ځانونه ورسوو، او رغنده کرنېزې مشورې ورکړو.»

د بهسودو ولسوالۍ د انکشافي شورا رييس ملک نعمت الله عرب خوشاله و چې په کرنيز پرمختګ کې بزګرانو ته د ګټورو مشورو پروګرام پیل شوی دی.

« د بهسودو ولسوالۍ د ترویج مديریت ته او د هغې مامورینو ته که د انټرنيټ سهولت برابر شوی، که د کمپيوټر سستم ورته برابر شوی دی، او که نورې نوې ټکنالوژي ورته وړاندې شوي دي، دا به زموږ د بزګر او دهقان لپاره ډېر اهميت ولري، او دهقانانو ته به پر ځای او ښه مشورې ورکړي.»


یاده دې وي چې له بهسودو نه علاوه، سرخرود، کامه، دره نور او روداتو ولسواليو کې د کرنې د ترويج مدیريتونو ته هم ورته اسانتیاوې برابرې شوي، خو کرنې رياست چارواکي وايي چې USAID ورسره ژمنه کړې چې پاتو نورو ولسواليو لپاره به هم د ترويج د مديرتونو د ظرفيت لوړولو لپاره ورته اسانتیاوې برابروي.

XS
SM
MD
LG