د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: د موټرو په ټکر کې ۷۴ کسان مړه او ژوبل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د یکشنبې په سهار د غزني په مقر ولسوالۍ کې د مسافرو موټر جنګېدلي دي چې له امله يې ۱۴ کسان مړه شوي او ۶۰ نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، په مسافرو دوه ډک درې سوه درې موټرونه له کابل څخه کندهار ته روان وو چې د مقر په لړمه سيمه کې د تېلو له يوه ټانکر سره جنګېدلي او بيا دريو واړو موټرو اور اخيستی دی.

د مقر ولسوال په پېښه نه دی خبر، خو د غزني د ټرافيکو مدير محمد الله خان احمدي وايي، ټکر د موټر چلوونکيو د بې‌غوري له امله شوی دی.

دی وايي، موټرو اور اخيستی دی او ډېری مسافر سوځېدلي دي.

"نن سهار په اووه بجې، دوه ۳۰۳ موټر کندهار ته پر لاره وو چې په لړمه سيمه کې يو د تېلو له ټانکر سره جنګېدلی او له شا ورپسې روان موټر هم ورسره ټکر کړی دی. درېو واړو موټرو اور اخيستی دی. په پېښه کې شپېته تنه زخمي شوي او څوارلس نور مړه دي. په مړو او زخميانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي."

په پېښه کې د زخمي شويو کسانو له ډلې درويشت يې د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی او پاتې نور يې کندهار ته وړل شوي دي.

د کابل کندهار په لويه لاره تر دې وړاندې هم دا ډول ټکرونه شوي چې لسګونه کسان پکې مړه شوي دي.

راپورونه وايي، وسله والو طالبانو پر دغه لاره تر يو نيم سل زيات پلونه په بمونو الوځولي چې د جوړو شويو کندو له امله يې موټر يو له بل سره جنګېږي.

په دې سربېره، د سړک پر سر نښتې هم زيات وخت د موټرو د ټکر سبب ګرځي.

XS
SM
MD
LG