د بلوچستان صوبې د خزانې سکتر مشتاق ريساني چې د درغلېو په تور کوټه کې نيول شوی وو د عدالت په امر د ۱۴ ورځو په ريمانډنېب ته سپارل شوی دی.
د دې صوبې د وزيراعلا وياند انوارلحق کاکړد شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې پرون سهار د قامي احتساب ادارې چارواکو د مشتاق ريساني پر کور چاپه ووهله او د نوموړي له کور يې د څه باندې ۶۰ کروړه پاکستانېو روپو ماليت ملکي او غير ملکي کرنسۍ ونیولې.
د وزيراعلا وياند زياتوي اوس به نېب د دې خبرې پلټنې کوي چې د بلوچستان صوبې له خزانې سکتر مشتاق ريساني سره په درغلېو کې نور څوک شامل وو.
په دې اړه د انوار الحق کاکړ مرکه دلته واورئ.
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.