د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې له افغان ځواکونو سره د ملاتړ غونډه


د ننګرهار ولایتي ادارې د افغان ملي امنیتي ځواکونو د ساینې او ولسي ملاتړ په موخه يوه غونډه رابللې وه چې پر ولایتي ادارې سربيره په کې د ولایتي شورا ګڼ شمېر غړو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی وو.

د ننګرهار ولایتي ادارې د افغان ملي امنیتي ځواکونو د ساینې او ولسي ملاتړ په موخه يوه غونډه رابللې وه چې پر ولایتي ادارې سربيره په کې د ولایتي شورا ګڼ شمېر غړو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی و چې ګردو په يوه غږ د خپلو ملي امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ.

د افغان ملي امنیتي ځواکونو ستاينې او له هغوي څخه د ملاتړ دغه غونډه پنجشنبې په ورځ د ننګرهار ولایتي ادارې شاهي ماڼۍ ته رابللې وه چې پر ولایتي چارواکو سربيره په کې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزير، د ننګرهار د بېلابېلو ولسواليو قومي مشرانو، ديني عالمانو او د ولايتي شورا يو شمېر غړو برخه لرله.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د خپلو ملي امنیتي خواکونو ملاتړ وکړي.

(( نن د همغه مجاهد ولس بچيان، د دې خاورې د دښمنانو او د پردو مزدورانو په مقابل کې په ډېره مېړانه او افتخار باندې خپله وينه ورکوي او د لوېشتې لوېشتې خاورې نه دفاع کوي. د دغسې زمريو او با جراته ځوانانو ستاینه او د دوی مورال لوړونه او دوی ته مینه ورکول، په موږ او تاسو فرض دي.))

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزير محمد ګلاب منګل په خپلو خبرو کې وويل، د هيواد په هر وګړي فرض دي چې د خپلو ساتونکي قدرداني وکړي.

(( د هيواد په هر وګړي، مشر او کشر، ځوان او سپين ږيري، په ديني عالم او عامي، په ښځه او نر دا لازمه ده چې د خپل وطن د ساتونکو، د خپل هيواد د عزت او سرلوړۍ او د خپلو خلکو د سوکالۍ د ساتندويانو قدرداني وکړي.))

(( موږ پر خپلو ټولو قواوو ویاړو، موږ خوشاله يو چې د ملي اردو، پوليسو او ملي امنيت چې دفاعي قواوې دي خاوندان يو. د دوی تقويه کول، زموږ او ستاسو د ټولو افغانانو مکلفيت دی.))


د ننګرهار د حج او اوقافو ريس مولوي عبدالظاهر حقاني په ديني عالمانو غږ وکړ چې د خپلو ممبرونو له لارې ولس د خپلو ملي امنيتي ځواکونو حمايت ته راوبلي.

(( په ننګرهار کې به علما د خپل نظام ملاتړ کوي او ولسونه به د دې لپاره دعوتوي، د محراب او ممبر له لارې به د اردو د سربازانو دا حماسه او شجاعت سايو او افتخار به پرې کوو.))



د یادولو ده چې په دغه غونډه کې د افغان ملي امنيتي ځواکونو هغو سربازانو او افسرانو ته چې د خپلو دندو پر مهال يې وړتیا او ميړانه ښودلې وه، ستاينلیکونه ورکړل شول.

XS
SM
MD
LG