د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کابل-ګردیز سړک ټرافیکي نښې لګېږي


د لوګر ولایت د ټولګټو چارو ریاست او د ټرافیکو د ادارې مسوولین وايي، چې د کابل-ګردیز د لويې لارې په ۷۵ کیلومتره سړک کې به یو شمېر ټرافیکي نښې او علایم نصب کړي.

دوی وايي، چې لدې کاره يې موخه د کابل –ګردیز د سړک په اوږدو کې د ټرافیکي پيښو د کچې راکمول دي.

بلخوا د ګاډو چلوونکي دا اقدام ګټور بولي او وايي چې د ترافیکي علایمو په نصبولو سره نابلده ډریوران هم کولای شي، په ډاډمن ډول پدې سړک موټر وچلوي.

د سې شنبې پر ورځ د لوګر د ټولګټو چارو رييس انجینر عبدالولي مشال راډیو ته وویل، چې د ترافیکو له ځايي ادارې سره په ګډه يې د کابل-ګردیز د لارې په اوږدو کې د څلور سوه څخه د ډېرو ټرافیکي علایمو د نصبولو کار پیل کړی او د دې تر څنګ د لوګر په جادو او مزدحمو سړکونو به هم ټرافیکي علایم نصب شي.

انجینر عبدالولي وړاندې وايي، چې دا کار به تر څلوېښتو ورځو بشپړ شي:

((د لوګر په ټولو جادو په ځانګړي ډول د کابل-لوګر د لارې پر ټول مسیر به تر ۴۰۰ ډېرې ټرافیکي علایم او لوحې نصب شي، د سړک په اوږدو کې به د خلکو او موټر چلوونکو ته د رهنمود په توګه په خښ شي، شاید دا پروسه تر څلوېښتو ورځو پورې وخت ونیسي، پدې توګه به مو لدې لارې ترافیکي پيښو د واقع کیدو کچه یو څه راښکته کړي وي.))

د لوګر د ټرافیکو مسوولین وايي، چې د دې علایمو په نصبولو سره به د ټرافیکي پېښو د رامنځته کیدو ګواښ کم شي.

د ټرافیکو یو تن مسوول لومړی څارن اجمل وايي:

((موږ اته ډوله ترافیکي علایم لرو، لکه علایم اخطاریه دي، ممانعت کننده دي، هدایت دي، تاسیسات دي او همدا ډول نور علایم دي، د دغو علایمو د نصبولو له لارې کولای شو، د حادثانو ارقام کم کړو، یانې د خطر له سیمو مخکې موږ دا علایم ورته لږوو، چې ډریور په ساحه کې پر خطر پوۍ شي، یانې د خطر مخنیوی په احتیاط سره کیدای شي.))

د کابل-لوګر د لويې لارې موټر چلوونکي هم د ترافیکي علایمو نصبول یو ښه اقدام بولي، دوه تنه موټر چلوونکي:

((زما نوم قاسم دی ټیلر چلوونکی یم، له پېښور نه تر لوګر او خوست پورې چلیږو، پدې علایمو کې موږ ته ډېره فایده ده، داسې ډریور به راشي، چې دې علایمو سره په طریقه او بې خطره ولاړ شي.

۲-نوم مې نجیب الله دی، موټر چلوم او د پکتیا اوسیدونکی یم، مخکې پدې لاره مشکلات ډېر وو، خو اوس مشکلات کم شوي دي، دې لوحو ته که سړی وګوري نو په قانون باندې به ډریوري وکړي، مخکې پدې لاره لوحې نه وې اوس به زموږ لپاره ډېرې ښې وي.))

د یادونې وړ ده که څه هم د ټرافیکي علایمو نصبول تر یوه بریده د واقعاتو په کمولو کې مرسته کوي، خو کتونکي د دې سړک تر څنګ د دویم سړک د غځولو غوښتنه کوي او وايي پدې سره د ټرافیکو ګڼه ګوڼه کمیږي او تر ډېره د پيښو مخه هم پرې نیول کیدای شي.

XS
SM
MD
LG