د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې پر واقعيتونو ولاړ ژورناليزم نه شته


د مې درېيمه په نړۍ کې د بيان د ازادۍ نړيواله ورځ ده، په کوټه کې هم دا ورځ د يوه سېمينار په بڼه لمانځل شوې او خبريالانو په کې حکومت ته د ژورناليستانو د ژغورنې په اړه يو قرارداد وړاندې کړى او ځنې غوښتي يې دي چې په دې اړه بايد له صوبايي اسمبلۍ څخه یو بیل (لايحه) تصويب کړي.

د بلوچستان خبريالان وايي چې په دې صوبه کې لا هم د ازادې خبريالۍ په نامه هېڅنه شته او اوس هم خبريالان د امنيتي خطرونو له امله په ازاد ډول خبريالي نه شي کولای.

د کوټې په پرېس کلب کې د يوه سېمينار په بڼه دا ورځ په داسې حال کې ولمانځل شوه چې د دې صوبې ځينې خبريالان د سر خطر له امله د پاکستان په نورو ښارونو کې مېشت شوي يا يې نورو هېوادونو کې پناه اخيستې ده.

د بيان ازادۍ په اړه سېمينار کې ګډونوالو ژورناليستانو وويل چې د بيان ازادي د جمهوريت برخه ده، وايي په پاکستان کې جمهوريت هم تر هغه مهاله پښې نه شي ټينګولاى، چې د دې هېواد په چاپي، برېښنايي او ټولنيزو رسنيو کې د بيان ازادي د سانسور په منګولو کې ښکېل وي.

د اردو ژبې د "نيوز" ټېليویژن مشر خبريال محمدکاظم مېنګل وايي، په بلوچستان کې د ژورناليزم څرک هم نه شته، په رسنيو کې يوازې د حکومت او امنيتي ادارو اعلاميې خپرېږي.

کاظم مېنګل زیاتوي، په بلوڅ مېشتو سيمو کې د خپلواکي غوښتونکو او امنيتي ادارو تر منځ د جګړو په اړه يو فيصد هم کره مالومات په رسنيو کې نه خپرېږي:

"دلته پروپېګنډه خبريالي ده چې يو سياسي ګوند، سرکاري کسان يا سازمانونه يو بيان ورکوي او چاپېږي، هغه ته دوى د بيان ازادي وايي، دلته تحقيقاتي ژورناليزم بېخي نه شته او د بلوچستان په بلوڅ مېشتو او پښتني سيمو کې چې د خپلواکۍ غوښتنې يا ترهګرۍ پېښې کېږي د هغوى په اړه رپوټونو پر واقعيتونو ولاړ نه وي"

تر دې سېمينار وروسته د "حال حوال" په نامه په اردو ژبه د بلوچستان د لومړنۍ ويبپاڼې پرانيستنه وشوه چې د بلوچستان پر هراړخيزو مسايلو به مطالب خپروي.

د دې ويبپاڼې له چلوونکو څخه يو هم د اردو ژبې ځوان ليکوال او کالم ليکونکى عابد مير دى، له ده مې وپوښتل چې آيا د ژورناليستانو غوندې ليکوالان هم د بلوچستان حالاتو په ډاډه زړه نه شي را برسېره کولاى که څنګه:

"زه فکر کوم دا يوازې د بلوچستان يا د پاکستان خبره نه ده، بلکې په نړۍ کې چې هر ځاى امنيتي ستونزې وي هلته د بيان ازادي دومره نه وه، دا په ليکوال پورې هم اړه لري چې هغه بايد خپلې ليکنې سانسور کړي او وګوري چې هغه تر کومه حده په ازادۍ خبره کولاى شي، دا ستونزمنه معامله ده ځکه نو هر ليکوال بايد پخپله هم احتياط وکړي"

په سېمينار کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ استازي او د اطلاعاتو صوبايي وزير سردار رضا محمد بړېڅي هم ګډون کړى وو.

ښاغلي بړېڅي ازادي راډيو ته وويل چې حکومت يې تر پخوا د ژورناليستانو په شمول د اقليتونو او عامو خلکو د امنيتي او ژوند د ژغورنې لپاره ګامونه پورته کړي دي او هڅه به وکړي چې د ژورناليستانو د ژغورنې قرارداد هم اسمبلۍ ته وړاندې او تصويب کړي:

"د ژورناليستانو يا د عامو خلکو د هدفي وژنو او ترهګرۍ کومې پېښې چې په تېرو څو کلونو کې شوې وې اوس هغه ښايي لس فيصده هم پاته نه وي، په تېرو کلونو کې ٤١ ژورناليستان وژل شوي، خو په نږدې وختونو کې يوه داسې پېښه هم نه ده شوې، د حکومت هڅه دا ده چې نه يوازې د ژورناليست بلکې د ټول ولس امنيت وساتي"

د يادونې وړ ده چې په سېمينار کې "د بلوچستان د ژورناليستانو د ژغورنې قرارداد" هم وړاندې شو چې له حکومته يې په صوبايي اسمبلۍ کې د وړاندې کېدو او تصويبېدو غوښتنه وشوه او په پاى کې صوبايي وزير سردار رضا محمد بړېڅي ته يو "ياداښت" هم وړاندې شو چې د ژورناليستانو د هر ډول ستونزو د له منځه وړلو غوښتنې په کې شوې وې.

XS
SM
MD
LG