د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د جلغوزیو فابریکه جوړیږي


په خوست کې د خصوصي سکټور لخوا د دوه میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه د جلغوزیو د پروسس د فابریکې او مارکیټ د جوړولو کار پیل شو.

د چارشنبې پر ورځ د جلغوزیو د پروسس فابریکې او مارکیټ د بنسټ ډبرې د کېښودو په ځای کې خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډيو ته وویل، چې یاده فابریکه به د شپږو میاشتو په موده کې د خصوصي سکټور په پانګونه جوړه او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

خوست والي د هغو خوستیو پانګولو مننه وکړه، چې پدې برخه کې دې سرمایه ګزارۍ جرئت کړی دی.

حکم خان حبیبي زیاته کړه:

((د جلغوزیو د پروسس فابریکه او مارکیټ د ډبرې د کېښودو شاهد یو، دغه قابریکه به د شپږو میاشتو په موده کې د دوه میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت باندې د خصوصي سکټور او خصوصي تشبث په نتیجه کې جوړیږي، زه پدې برخه کې له هغو خلکو چې پانګونه يې کړې ده، د ولایتي ادارې په استازیتوب د زړه له تله مننه کوم، په ټولو ملي پانګوالو غږ کوم چې دوی کولای شي په ازادانه توګه او په جرئت سره په خوست کې پانګه اچونه وکړي.))

په خوست کې د جنغوزیو د یوې اتحادیې مشر وايي، چې دوی پخوا یوازې په پاکستانیو سوداګرو ځڼغوزي پلورل، خو پدې فابریکه کې د معیاري پروسس او اساسي دسته بندۍ له لارې به دوی نړیوالو مارکیټو ته لاره پیدا کړي او د افغانستان له لارې د ځنغوزیو صادرات به د افغانستان او سوداګرو د اقتصاد په پیاوړتیا کې ښه رول ولري.

شهزاده ځدراڼ زیاتوي:

((نوم مې شهزاده دی، د نواب زوی د اتحادیې مشر یم، زموږ نه پاکستاني سوداګر جلغوزي یو کیلو په ۷ یا ۸ ډالره اخلي، خو دوی يې په خپل نوم بهر ته په ۲۵ تر ۳۰ ډالرو پورې صادروي، موږ پدې اړه د عربستان، هند او چین له تجارانو سره غږیدلي یو، پدې سره به موږ بهر ته په اول لاس صادرات کوو.))

د حکومت د اجراییه رییس لوی سلاکار غازي نواز تڼی هم وايي، چې مرکزي حکومت د خوست حساس جغرافیوي موقعیت او د دې سیمې سوداګریز ارزښت ته متوجه دی، خو دوی بیا هم هڅه کوي چې د ترانزیټ په ګډون یو شمېر اساسي پروژې او پروګرامونه پدې ولایت کې پلي شي.

الحاج غازي نواز تڼی وړاندې وايي:

((موږ په راتلونکې کې د خوست لپاره پروګرام لرو، د ترانزیټ په برخه کې او نورو برخو کې کار روان دی، په وزیرانو شورا کې پدې بحث شوی دی، د دې لپاره چې دا یوه تجارتي ساحه ده او د جغرافیې په لحاظ هم مهم دی، زما له فکره په خپله مرکزي حکومت دې ته توجه لري او موږ به دا توجه نوره هم زیاتوو، تر څو په خوست کې نورې اقتصادي پروژې هم پلي شي.))

د یادونې وړ ده د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایت یو شمېر غرونه په طبعي ډول د ځنغوزیو ونې لري، چې لدې لارې هر کال سلګونه ټنه ځنغوزي په غیر قانوني توګه له هیواده بهر صادریږي، د اقتصادي چارو کار پوهان په خوست کې د ځنغوزیو د پروسس او دسته بندۍ د فابریکې جوړول افغان حکومت او خصوصي سکټور ته په ګټه بولي.

XS
SM
MD
LG