د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د چنار کلنۍ مشاعره وشوه


د چارشنبې په شپه په خوست کې د چنار دودیزه کلنۍ مشاعره د خوست او نورو ولایتونو د سلګونو شاعرانو همدارنګه د ادب، هنر او فرهنګ د مینه والو په ګډون جوړه شوه.

د چارشنبې په شپه په خوست کې د چنار دودیزه کلنۍ مشاعره د خوست او نورو ولایتونو د سلګونو شاعرانو همدارنګه د ادب، هنر او فرهنګ د مینه والو په ګډون جوړه شوه.

د مشاعرې اوله برخه ویناوو او پیغامونو، دویمه برخه د شاعرانو له خوا د شعرونو اورولو او دریمه برخه یې سیمه ییزې موسیقۍ او د اتڼونو اجراء ته ځانګړې شوې وه.

خوست والي حکم خان حبیبي د مشاعرې په پیلیزې وینا کې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په ملي کچه دا ډول فرهنګي ناستې يې د کلتور په بډاینه، د ځوانانو د ملګرتوب په ټېنګښت، د دوی د تعارف او پيژندنې د ساحې په پراخوالي او همدارنګه د ټولنې نورو وګړو ته د دوی د فکري پنځونو د رسولو لپاره د یو ښه فرصت په توګه یاد کړ.

ده په ځانګړي ډول هغه فرهنیګان او علمي کسان وستایل چې د خوست له بهره دې ادبي او هنري دستورې ته راټول شوي ول.

خوست والي له شاعرانو وغوښتل، چې په ولس کې مثبت او متحد کوونکي احساس او فکر خور کړي.

حکم خان حبیبي زیاته کړه:

((تر ټولو به ډېره غوره وي، چې شاعر په خپله ادبي ژبه او فرهنګي هڅو د وطن مینه، د وطن جوړونه او ابادي، سوله، امنیت، پرمختګ او یووالی دا په شعرونو کې راونغاړي او د شعر او شعری په ژبه خپل ملت ته د وطن پالنې د وطن د بیا ابادونې، د امنیت او د سولې پیغامونه ورکړي، هیله مې داده چې زموږ دا شاعري پر همدې محور راوڅرخیږي.))

د چنار په دودیزه مشاعره کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني پیغام هم ولوستل شو.

پیغام چې محمدامین شاه الفت ولوست، په کې راغلي ول چې شعر او مشاعرې د یوه نسل د ثقافت یوه بډایه برخه ده:

((شعر او مشاعرې هغه څه دي، چې د یوه نسل د ثقافت لویه برخه ده، همدا شعر دی، چې د ښه ژوند د تصمیم لپاره ضمیرونه په خوځښتونو راولي او د مسوولیت نارې پرې وهي چې اې ځوانه، نالوستی ذهن د شیطان کور دی، ځان د علم او پوهې په ګاڼه سمبال کړه.))

د چنار مشاعرې په اوږدو کې ملي، حماسي، عشقي او مزاحیه شعرونه ولوستل شول، چې ګډونوالو به په ګرمو ولولو لمانځل.

ځوان شاعر سرورګل سروري د خدای بخښلي اباسین ځاځي یاد ته ترنم وړاندې کړ، اباسین څو ورځې وړاندې د کابل له اطرافو اختطاف کوونکو وتښتاوه او وروسته یې وواژه:

((دا نړۍ دې کړه غمګینه، اباسینه اباسینه، ستا له ګوتې راځي وینه، اباسینه اباسینه.))

د چنار مشاعرې یوه برخه ترنم ته ځانګړې شوې وه، ځوان شاعر بادشاه الدین مشکور هم په کې خپل کلامونه د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره یو ځای وړاندې کړل:

((جوړ له وریځو کړي هندۍ لیندۍ کړې غشي

زما د زړه نه د جنګونو میدان جوړ کړي

نو اې مشکوره! ستا خواږه، خواږه شعرونه

سل کلن غوندې سپینږیري نه ځوان جوړ کړي

نو څه خو ما په خپله څه صنم کرلی دی،،،،، اور دې محبت مې په زړه سم کرلی دی.))

قدرت الله درمان په خپلو شعرونو کې مینه او له پوهنې څخه تر اوسه هم د پښتنو واټن ځای کړی وو:

((افسوس دادی پښتنو کې کتاب نشته

کنه ښه ډېر پښتانه دي په کتاب کې

لا دې یاد زما د زړه نه تللی ندی

لا یو څو خلي پراته دي په کتاب کې

زمانه په کې بڼکې د طاوس ږدي

خو ما ايښي ستا باڼه دي په کتاب کې.))

په چنار مشاعره کې شاعرانو هڅه وکړه، چې د شعر او موسیقۍ له لارې د افغان حکومت چارواکي وهڅوي، چې دوی سره کړې ژمنې عملي کړي:

((دا د کابل د رڼا ګانو ښار کې ورکه یاره

خوست ته برښنا چې درنه هېره نشي

دا د خوستوالو مینه لږه در په زړه کړه یاره

خوست ته برښنا چې درنه هېره نشي.))

د یادونې وړ ده په وروسیتو کلونو کې د خوست د چنار مشاعرې په ګډون په یو شمېر پښتون میشتو ولایتونو کې کلنۍ مشاعرې جوړیږي، چې د لرو، برو پښتنو ګڼ فرهنګیان په کې برخه اخلي.

کتونکي پدې باور دي کچیرې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا مشاعرې په کتابونو کې خوندي کړي نو د راتلونکې نسل لپاره د ادب په برخه کې یوه ښه پانګه ځنې جوړیدای شي.

XS
SM
MD
LG