د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: لاريون کوونکو د اباسين قاتلينو ته د مرګ سزا وغوښته


جلال اباد
جلال اباد

چې سړي تښتوونکو ته پیسې ورنه رسېدې نو لومړی يې د هغه ماشوم ګوته پرې کړه او بيا يې وروسته وواژه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

جلال اباد: د روان کال د جنورۍ په ۲۳ مه نېټه د کابل سید نورمحمد شاه مېنې څخه د اباسين په نوم یو ماشوم تښتول شوی وو چې له کورنۍ يې د هغه د پرېښودو په بدل کې د سل زره ډالرو غوښتنه کړې وه.

چې سړي تښتوونکو ته پیسې ورنه رسېدې نو لومړی يې د هغه ماشوم ګوته پرې کړه اوبيا يې وروسته وواژه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

په کابل کې امنیتي ارګانونو د دغه ماشوم د وژنې په تور ۱۳ تنه نيولي هم دي. په همدې اړه د کابل په ګډون په يو شمير ولایتونو کې مدني فعالانو لاريونونه وکړل او له عدلي او قضايي ارګانونو څخه يې جدي غوښتنې وکړې چې قاتلين يې د خلکو پر وړاندې اعدام کړي.

د یکشنبې په ورځ په جلال اباد کې هم په همدې اړه لاریون وشو چې د ننګرهار د ځوانانو امريت په ګډون په کې د لسګونو مدني ټولنو فعالانو او استازو برخه اخیستې وه.

د لاریون ګډون وال د ځوانانو له امريت څخه تر پښتونستان واټه راغلل او له عدلي او قضايي ادارو څخهد اباسين قاتلينو ته د اعدام د سزا غوښتونکي شول.

په دې موقع د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزي خبريالانو سره په خبرو کې وويل، تښتوونکي نيول شوي خو زموږ غوښتنه دا ده چې دغه انسان تښتوونکي بايد اعدام شي. موږ ولسونه او ځوانان د دې غوښتوونکي يو چې دوی بايد د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.

مدني فعال نوراحمد نوراني هم له عدلي او قضايي ادارو څخه غوښتنه وکړه چې د اباسين قاتلان اشد مجازات کړي.

ده وویل ، یو ماشوم چې د وحشیانو له خوا اول وتښتول شو او بيا په شهادت ورسېدو، خبر يو چې د امنیتي ارګانونو لخوا د دې عاملين نيول شوي دي. له ولسمشر او عدلي او قضايي ارګانونو غوښتونکي يو چې دوی دې اشد مجازات په سزا یا د اعدام په سزا علني محکمه کې محکوم او بیا يې د افغانستان ولسونو ته وښيي.

د لاريون په پای کې د مثبت بدلون ټولنې يو فعال اقبال سخي په نهو مادو کې يو پريکړه ليک ولوست چې په يوه ماده کې يې راغلي وو ، امنیتي او کشفي ارګانونو ته سپارښتنه کوو چې د انسان تښتوونکو هغه ملګري چې د دولت په درې ګونو قواوو کې قرار لري، پيدا کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

لاريون کوونکو ګواښ وکړ چې که غوښتنې يې ونه منل شي، نو دوی به تر هغې خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي، څو پورې چې د اباسين قاتلان د خلکو په وړاندې په دار ونه ځړول شي.

XS
SM
MD
LG