د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لورالايي کې د ټول پاکستان په کچه فټبال ټورنامنټ کېږي


د ټورنامنټ جوړونکی ظفر حبیب کدېزی
د ټورنامنټ جوړونکی ظفر حبیب کدېزی

د بلوچستان په پښتنه سیمه لورالايي کې د شنبې له ورځې د ټول پاکستان په کچه د فټ بال ټورنامنټ کېږي.

پراګ: د بلوچستان په پښتنه سیمه لورالايي کې د شنبې له ورځې د ټول پاکستان په کچه د فټ بال ټورنامنټ کېږي.

د دې ټورنامنټ په ترڅ کې به د پاکستان د بېلا بېلو ادارو مشهورې او قوي لوبډلې د بلوچستان ، خیبر پښتونخوا ، سیند او پنجاب له وتلو لوبډلو سره لوبې کوي.

یاد ټورنامنټ جوړونکی ظفر حبیب کدېزی وايي ، له شاوخوا څلرویشتو کالو راهسې په لورالايي کې داسې ټورنامنټ نه دی تر سره شوی.

دی وايي ، د دې ټورنامنټ هدف د ځوانانو له نشو او نورو ناوړه کارونو د را ګرځولو د هڅې تر څنګ د ټولنیز شخصیت نوابزاده ریاض خان جوګیزي یاد لمانځل دي کوم چې به تل د ځوانانو ملاتړ او مرسته کوله.

ظفر حبیب کدېزي وویل ، د لورالايي او شاوخوا سیمو خلک له لوبو او په ځانګړې توګه فټ بال سره زیاته مینه لري خو بیا هم د فټ بال رسمي سټېډیم نه لري.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG