د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کندز چاردره ولسوالۍ مو له وسله والو پاکه کړه'


په کندز کې د افغانستان د مسلح قوتونو د ځانګړې قطعاتو د ګډو عملیاتو مسوول وايي، چې د دې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د څه باندې ۱۰۰ تنو وسله وال طالبان په مرګ ژوبلې سره د طالبانو له شتون څخه تصفیه شوه.

په کندز ولایت کې د افغانستان د مسلح قوتونو د ځانګړې قطعاتو د ګډو عملیات مسوول برید جنرال ارکان حرب امان الله مُبین رسنیو ته وویل، چې دوه ورځي وړاندې د ملي اردو ځانګړې ځواکونو د چهاردرې ولسوالۍ د تصفیه کولو په هدف یې عملیات پیل کړي وو، چې په پایلې کې دغه ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه تصفیه شوه.

نوموړې وویل، چې په دې عملیات کې څه باندې ۴۰ تنه وسله والو طالبان وژل شوي او څه باندې ۵۰ تنه یې ټپیان شوي دی.

(( د چهاردرې ولسوالۍ د طالبانو یو ډېر مهم مرکز وو، چې د دښمن له حضور څخه تصفیه شوه او په دې ولسوالۍ کې طالبانو روزنیز مرکزونه یې هم درلودل.))

مُبین زیاته کړه، څو چې د کندز ولایت په بشپړه توګه د طالبانو له حضور څخه نه وي تصفیه شوي، نو د ځانګړې قطعاتو عملیات به په دې ولایت کې دوام لري.

((ددې عملیاتو په نتیجه موږ د عمرخیلو سیمه،د زردکمر سیمه، دځدرانو سیمه، د خروټو سیمه، د حاجې امان سیمه او داسې نور یې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي دي.))

په ورته وخت کې په کندز کې د ملي اردو د پامیر د شلمې فرقې قوماندان برید جنرال محي الدین غوري خبریالانو ته وویل، چې په دې عملیات کې د وسله والو طالبانو یو زیاته انداز وسلې او مهمات د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي همدارنګه د طالبانو د مهماتو دوه لويي ډېپو او یوشمېر پوځي موټرونه هم له منځ تللي دي.

((د دښمن د عمري په نوم عملیات په کندز کې له کلکې ماتې سره مامخ شو او په دې عملیات کې په لسګونه تنه طالبان وژل شوي او په لسګونه تنه یې ټپیان شوي دی او دښمن د تېښتې په حال کې دي.))

ښاغلي غوري وویل، چې په دې عملیاتو کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نده رسېدلي.

که څه هم دغه پوځي چارواکي وايي، چې دوی د چهاردرې ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي، خو بل لورې ته د سیمې اوسېدونکي بیا وايي، چې لاهم ددې ولسوالۍ یوشمېر سیمې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

خو تراوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلې.

اجمل آرین _ کندز

XS
SM
MD
LG