د لاسرسي ځای

تازه خبر

"بلوچستان ښايې له پوليو وايرسه پاکه لومړۍ صوبه و ګرځي"


د اپريل په پنځويشتمه نيټه پيل شوی کمپاين د بلوچستان په ۱۲ ضلعو کې وچلول شو.
د اپريل په پنځويشتمه نيټه پيل شوی کمپاين د بلوچستان په ۱۲ ضلعو کې وچلول شو.

په بلوچستان کې د پوليو وايرس ضد پيل شوی کمپاين د زيارت په ورځ پای ته رسېدلی دی.

د اپريل په پنځويشتمه نيټه پيل شوی دغه کمپاين د بلوچستان د کلا سيف الله، کلا عبدالله، پښين،لورالای ، ږوب او کوټي په ګډون په ۱۲ ضلعو کې وچلول شو.

د پوليو وايرس ضد حکومتي ادارې يوه چارواکي ډاکټر افتاب کاکړ د جمعه په ورځ مشال راډیو ته وويل، وه چې تر ۱۳ لکه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکيو په ورکولو سره يې خپل ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ.

د پاکستان په کچه د پوليو وايرس ضد مشاورتي ادارې (ټېکنيکل اېډوايزري ګروپ) ويلي، بلوچستان به ښايې له پوليو وايرسه پاکه لومړۍ صوبه و ګرځي. ډاکټر افتاب کاکړ

په پاکستان کې په تېره بيا په قبايلي سيمو، خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنيتي ګواښ له وجي د پوليو ضد کمپاين زيات اغېزمن شوی وو او ګڼ ماشومان ګوزڼ وهلي وو.

خو د ډاکټر افتاب په وينا د نوو تګلارو په خپلولو سره يې تر ډېره حده د وايرس مخنيوی کړی دی.

( تېر کال موږ د صوبې يوازې نهه ويشت فيصده سيمو ته رسېدلای شو خو د نوو هر اړخيزه تګلارو په کار اچولو سره اوس ددې جوګه شوي يو چې ۸۹ فيصده سيمو کې ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکې ورکړو)

ډاکټر افتاب زياتوي چې د پروسږ کال سپټمبر له مياشتي راهيسې يې نهه کمپاينونه په پام کې نيولي ول چې پکې اته يې سر ته ورسېدل او پاته يو به په راتلونکې مياشت کې پيلوي.

په بلوچستان کې ۲۰۱۱ ميلادي کال کې ۷۶ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې وروسته دا شمېرپه ۲۰۱۴ کال کې ۲۵ اوپه ۲۰۱۵ کال کې اوو ته راټيټ شو.

ډاکټر افتاب وايي، سږ کال يوازې يو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

نوموړی زياتوي، د پاکستان په کچه د پوليو وايرس ضد مشاورتي ادارې (ټېکنيکل اېډوايزري ګروپ) ويلي،بلوچستان به ښايې له پوليو وايرسه پاکه لومړۍ صوبه و ګرځي.

XS
SM
MD
LG