د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل او اسلام اباد ترمنځ زیاتېدونکی واټن


د کابل او اسلام اباد ترمنځ زیاتېدونکی واټن
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:09 0:00

د دوشنبې په ورځ د افغان ولسمشر اشرف غني په پارليمان کې دا خبرې چې له پاکستانه نوره تمه نلري چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي او له ژمنې سره سم دې د هغوي پر ضد اقدام وکړي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ شته بې باورې په ډاګه کړې ده. له دې وروسته د افغان طالبانو قطر دفتر دوه غړي اسلام اباد ته و رسېدل . خو افغان حکومت پر دې سربېره هم د طالبانو پر ضد د کاروايي دريځ تکرار کړی دی. د سولې په روانو هڅو کې د امريکا او چين پر شتون سربېره هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ واټڼ ولې مخ په زياتېدو دی؟ د طالبانو پلاوی د څه لپاره اسلام اباد ته تللی؟ دا او ورسره نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پوښتل شوې دي. ميلمانه د پاکستان پخوانی ډپلوماټ ایاز وزير، په کابل کې خبريال اباسين بريال، د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی او خبريال او څېړونکی سميع يوسفزی دي. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.

XS
SM
MD
LG