د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له پیچلي او ستونزمن حالت سره مخامخ دی


د چارشنبې پر ورځ په خوست کې د مجاهدینو د بریالیتوب د ۲۴ مې کلیزې په مناسبت د جوړه شوې غونډې ویناوالو له خلکو وغوښتل، چې اختلافونه شاته پریږدي او په ګډه دې د دې هېواد په ابادی کې برخه واخلي.

دوی زیاتوله د افغانستان خلک او مجاهدین وتوانیدل، چې د شورويانو پر وړاندې کلکه جګړه وکړي هغوی ته ماتې ورکړي، خو د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو د پرلپسې لاسوهنو او ځنو داخلي ستونزو له کبله د یو ځواکمن نظام پر جوړیدو بریالي نشول.

په یاده غونډه کې چې سلګونو مجاهدینو، جهادي قوماندانانو، ځوانانو، د بیلابیلو شوراګانو غړو او د امنیتي ځواکونو یو شمېر منسوبینو برخه اخیستې وه، د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي له پلاوي سره د افغان حکومت خبرې اترې هم ګټورې وبلل شوې او غوښتنه شوه، چې د دې مذاکراتو د کامیابۍ لپاره دې هڅې روانې وساتل شي.

خوست والي حکم خان حبیبي وویل، مجاهدین د پخواني شوروي د سره لښکر پر وړاندې کلکه مبارزه وکړه او هغوی يې د هېواد نه وشړل، خو کورنیو جګړو او بهرنیو لاسوهنو د یو ځواکمن نظام پر جوړولو بریالي نشول.

ده له ټولو خلکو په یو غږ د هېواد په ابادۍ کې د برخه اخیستې غوښتنه وکړه:

((د جهاد دوې موخې وې یوه له هېواد څخه د اشغالګرو ځواکونو شړل چې دا بریا د مجاهدینو په برخه شوه خو دویم هدف يې چې د یو قوي نظام جوړیدل وو، د زیرځواکونو د مداخلو ښکار شو، مجاهدین يې دې موخې ته پرېنښودل، اوس نو راځئ چې ټول مسایل شاته کړو، ټولو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدو، خپل هېواد په یو غږ اباد کړو او په ټولو برخو کې د خپل نظام قاطع حمایت وکړو.))

​د حکومت د اجراییه رييس سلاکار الحاج غازي نواز تڼي د افغانستان روان حالات ډېر پیچلي او ستونزمن وبلل او زیاته يې کړه چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه نه غواړي، چې پدې هېواد کې قوي حکومت موجود وي.

ده زیاته کړه، کچیرې نظام او امنیتي ځواکونه نه وي، نو دا هېواد به له ډېرو ستونزمنو شرایطو سره مخامخ شي.

((افغانستان له سختو او پیچلو حالاتو سره مخامخ دی، له یوې خوا ګاونډیان نه غواړي چې دلته قوي حکومت موجود وي او بل لوري ته له پخواني حکومت نه هم یو شمېر ستونزې راپاتې دي، تاسو به باید له نظام او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړئ ځکه که دا نه وي نو زموږ خلک او هېواد به سختو شرایطو سره مخامخ شي.))

د خوست د ولایتي شورا رییس عبدالولي واحدزي په خپلو خبرو کې وویل، د جهاد تر بریالیتوب وروسته ځنې ستونزې پیدا شوې، خو د مجاهدینو هدفونه سپيڅلي ول، د وطن د ازادۍ لپاره وو او تاریخ به دا څرګنده کړي، چې دوی د خپل هېواد او د نړیوالو د ژغورنې لپاره څومره سترې قربانۍ ورکړي دي.

نوموړي د حزب اسلامي سره روانې خبرې اترې هم پدې هېواد کې د سولې د تامین لپاره ګټورې وبللې:

((د مجاهدینو هدف سپیڅلی وو، د وطن د ازادۍ لپاره وو، موږ نن هم پرې ویاړو، دا به تاریخ ثابتوي چې مجاهدینو د دې ملت د ازادۍ لپاره څومره قربانۍ ورکړي دي، خو نن مو هم هېواد له ستونزو سره مخامخ دی، په ټولو هېوادوالو غږ کوم چې د سولې لپاره دې هڅې وکړي او حکومت دې د حزب اسلامي سره د مذاکراتو بهیر روان وساتي.))

د یادونې وړ ده څلریشت کاله وړاندې د افغانستان د مجاهدینو د څوارلس کلن وسلوال جهاد وروسته په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله په مشری شوروي پلوي حکومت سقوط وکړ او د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه مجاهدینو ته واک وسپارل شو، خو د مجاهدینو په بریالیتوب سره هم یو ملي حکومت جوړ نشو، د جهادي تنظیمونو تر منځ کورنۍ جګړې پیل شوې او په دې جګړو کې تر ۶۵ زره ډیر افغانان ووژل شول.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې تامین، د جګړې پای او د هېواد د پرمختګ لپاره د ټولو خلکو ګډ کار د افغانانو هغه هیلې دي، چې له افغانستان څخه د شوروي لښکرو تر وتلو ۲۸ کاله وروسته هم نیمګړې پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG