د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډیجیټل میډیا څنګ په ټولنه کې د سولې لپاره استمالیږي


ډیجیټل میډیا چې پکې انټرنیټ،موبایل ټیلي فون،برېښنایي یا الیکټرانک کتابونه، یو ټیوب، سکایپ ، فیس بک، ټویټر، انسټاګرام او ځینې نور د مالوماتو او پیغامونو خورولو وسیلې راځي، په افغانستان او پاکستان کې د مالوماتو خورولو او په ټولنه کې د امن او سولې لپاره مهم ګڼل کیږي.

په افغانستان کې د ټیک نېشن په نامه د ټیکنالوجۍ په برخه کې د یوې کارکونکې ادارې مشر عمر منصور انصاري وایې ډیجیټل ټیکنالوجۍ په افغان ټولنه کې یو انقلاب راوستی او دغه عمل لا هم روان دی، هغه وایي د جدیدې ټکنالوجۍ له لارې اوس د افغان ولس غږ په ټوله نړۍ کې اوریدل کیدای شي (( د دې نه ورځ په ورځ د خلکو کاریدنه زیاتیږي، لکه یو ټیوب ، خلک ویډیو ګانې شریکوي، بیا دغه په فیس بک او ټویټر هم نشریږي، لکه چې اوس د کابل پېښه وشوه، خلکو ویډیوګانې او عکسونه خپاره کړل، په دغو یې خپل نظر شریک کړ، له دغې سره په ولس کې د جګړې او تشدد نه کرکه خپریږي، دغه خلک سولې ته اماده کوي، چې پخوا دا شیان نه وو ))

د سوات یو ځایې خبریال فضل خالق وایې په سوات کې چې کله حالات خراب وو، نو یوازې دغه ډیجیټل میډیا وه، چې د سوات ولس کولی شو، د دغو حالاتو په اړه خپل غږ پورته کړي (( په سوات کې د تعلیم شرح زیاته ده، دلته د سوشل میډیا یا ډیجیټل میډیا استمال زیات دی، نو ځکه د سوات ولس په سوشل میډیا د سولې او امن لپاره یو کمپین چلوي، او دا یوازې په کوز سوات کې نه بلکې د سوات په غرییزو سیموکې هم د سوشل میډیا استمال زیات دی، او نه یوازې تعلیم یافته بلکې ان پړهه خلک هم د سوشل میډیا استمال کوي، دوی د خپلو مسلو ذکر کوي، دغه که د اواز په صورت کې وي که د ویډیو او که د فوټو په شکل کې))

بلخوا د خیبر ایجنسۍ نه د ځوانانو د خیر ښېګړې لپاره یوه کارکونکې او د فاټا یوت فورم جوړونکې مهرین اپریدۍ وایي ډیجیټل میډیا د قبایلو په ژوند کې ډیر بدلون راوستی (( سوشل او ډیجیټل میډیا په ټولنه کې نن سبا یو ډیر لوی رول لري، د دې ډیر ښه استمال دی، په قبایلي سیمو کې ډیر شیان نشته، لکه د موبایل سروس هم وخت نا وخت بندیږي، ټیلي ویژن نشته، انټرنیټ هم ډیر کم دی، د فاټا ځوانان د دغو ټولو مشکلاتو باوجود د سوشل میډیا استمال کوي، خپلې مسلې وړاندې کوي، او بیا د دې لارې ډیر په اسانۍ سره پیغام خوریږي))

ډیجیټل میډیا اوس له پخوا دا اسانه کړې ده، چې څوک هم د یوې مسلې او یا یوې پېښې په اړه غږ یا ویډیو ورکولی شي، او نړۍ ته د تصویر بل اړخ ښودلی شي، د کارپوهانو په اند کیدای شي دا هم هغه وجه وي چې په ډیرو هیوادونو کې په ډیجیټل میډیا لکه یو ټیوب، وټس اپ، وایبر او داسې په ګڼو نورو وخت نا وخت بندیزونه هم لګول کیږي.

XS
SM
MD
LG