د لاسرسي ځای

ډاکټر سعدیه: قبايلي ميرمنې تکړه دي خو موقعې نشته


سروه خپرونه

نن راسره په پروګرام کې له بریتانیې ډاکټر سعدیه خان مېلمنه ده. سعدیه دا وخت په برمنګهېم کې ډاکټره ده چې د کال 2015م راهیسې د طب په اکیوټ میډیسین شعبه کې تخصص یا سپېشلاېزېشن کوي.

په اکیوټ میډیسن کې په ایمرجنسي یا بیړنیو حالاتو کې د فالج، زړه او د دماغو رګ شلېدلو په شان نورو دورو درملنه کيږي. سعدیه په برېتانیا کې د ایم آر سي پي لومړۍ برخه مکمله کړې ده او دوه نور پړاونه ورته پاتې دي. هغه په ننۍ خپرونه کې د خپل کار، زده کړو او قبايلي سيمو د ميرمنو د وړتياوو په اړه غږيږي.

د پروګرام کوربنه ملیحه امیرزاده ده.

XS
SM
MD
LG