د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشريف: که د درغليوو تورونه ثابت شي، استعفا ورکوم


نوازشريف
نوازشريف

د پاکستان حکومت په يو خط کې له سپریم کورټ غوښتنه کړې چې د درغليوو د نوو تورونو د څيړلو لپاره دې عدالتي کميشن جوړ کړي.

د پاناما اسنادو رامخې ته کېدو او په هغوی کې د خپلو اولادونو له ټيکسونو څخه د بچ کېدو تر تورونوراتلو وروسته پرون وزيراعظم نوازشريف په سرکاري ټيليويژن قام ته وينا وکړه. نوموړي پر خپلې کورنۍ تورونه بې ځايه وبلل او زياته يې کړه چې که دی تورن وبلل شي نو استعفا به ورکړي.

مريم نواز او وروڼو يې پر ځان لګېدلې تورونه رد کړي دي
مريم نواز او وروڼو يې پر ځان لګېدلې تورونه رد کړي دي

نوازشريف د يو اعشاريه نهه اربو روپو په ارزښت خپلې ټولې اثاثې په ډاګه کړي او وي ويل:

((څوک چې بغير له سوچ او پوهې تورونه لګوي، زه هغوی چيلنج کوم که په دې لړ کې ورسره ثبوتونه وي نو رادې يې وړي او کميشن ته دې يې وړاندی کړي. زه له خپل ځان سره دا ژمنه کوم که د کميشن تحقيقاتو په نتيجه کې پر ما کوم الزام ثابت شو نو زه به د يوې شېبې له ضايع کولو بغير کور ته لاړ شم.))

مطبوعاتو ته په لاس ورغلو، پاناما اسنادو کې ويل شوي چې د وزيراعظم زامنو (حسن نواز او حسين نواز) او لور يې، مريم نواز، په بهر کې کمپنيانې لري. اپوزيشن ډلې وايي دا کار په پاکستان کې د ټيکسونو څخه د بچ کېدو لپاره شوی دی.

په داسې حال کې چې د پاکستان ځيني اپوزيشن ګوندونه د وزيراعظم د استعفا غوښتنه کوي، نوازشريف په بيګاني خطاب کې ووېل چې پخوا هم پرې تورونه لګیدل خو کله ثابت شي نه دي. نوموړي وويل چې که تورونه غلط وختل نو پر ده الزام لګوونکي بايد له ټول قام څخه بخښنه وغواړي.

په پاناما کې د قانوني خدمتونو وړاندې کوونکې يوې ادارې څخه په پټه وتلې دې اسنادو کې د پاکستان خوا اوشا ۲۵۰ کسان ياد شوي چې بهر کې کمپنيانې لري.

یاده دې وي چې وزیراعظم نواز شریف د روانې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د پاناما اسنادو معاملې په اړه عدالتي کمیشن د جوړولو اعلان کړی وو خو اپوزیشن ګوندونو دغه عدالتي کمیشن ردکړې وو او موجوده چیف جسټس په مشرۍ يې د یو خود مختاره کمیشن غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG