د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نواز شریف بې له احتسابه حکومت نشي چلولی'


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي دي چې د ترقۍ او د استحکام په لار کې به هېڅوک مسلې جوړولو ته نه پرېږدی.

د پاکستان له وزیراعظم کوره جاري شوې خبرپاڼه وايي، د وفاقي وزیرانو غونډې ته د وزیراعظم نواز شریف وینا وه چې لمن یې پاکه ده او پخوا هم له سختو احتسابونو کامیابه وتلي دي.

د پاکستان وزیراعظم دا هم ویلي، مخالیفینو ته یې دا خبره ښه نه لګېږي چې حکومت خپله آیني موده پوره کړي ځکه چې د سیاست په منډه کې به بیا شاته پاته شي.

د وزیراعظم په مشرۍ کې دا غونډه په داسې وخت شوې چې د پوځ ځینې اعلا افسران د درغلیو په تور له خپلو دندو لیرې کړل شوي دي.

د وزیراعظم په مشرې غونډې له خپلو دندو لیرې کړل شويو پوځیانو په اړه څه خبره مخې ته نه ده راغلې خو د پاناما اسنادو ګډون پر ملکي چارو خبرې شوې دي.

د عسکري سرچینو له مخې د زیارت په ورځ شپږاعلا پوځي چارواکي له خپلو دندو هیسته کړل شوي دي چې پکې لېفټینېنټ جنرل عبېد خټک او مېجر جنرل اعجاز شاهد شامل دي.

په دې افسرانو د درغلیو تور و خو په دې لړ کې تفصیل لا مخې ته نه دی راغلی.

تېره ورځ دا خبره هم مخې ته راغلې وه چې یولس پوځي افسران وو خو نورو پنځو په اړه څه تصدیق و نه شو.

د سیمه ایزه چارو کار پوه ډاکټر عایشه صدیقه وایي چې د دې اقدام له وجې په حکومت دباو راغلی دی.

د دې په وینا په راروان وخت کې به د وزیراعظم نواز شریف لپاره ګرانه شي چې بغېر د احتساب یو عمل وچلوي.

،، د پوځي افسرانو د لیرې کولو وجه که هر څه وي، خو احستاب پکار دی. هره اداره دې د خپلې فایدې لپاره احستاب وکړي خو د دې اقدام تشهیر څنګه کېږي، له هغه ښکاري چې پر حکومت دباو واچول شي او ځان د احتساب لپاره وړاندې کړې. زه وایم احتساب پکار دی. د حکومت احستاب د دباو یا د دباو بغېر پکار دی. دا یو ګوښې مسله ده، خو زما په خیال څنګه دا دباو چې هم اچول کېږي خو هغه د ملکي او پوځي تعلقاتو توازن خرابولو لپاره و نه کارول شي،،

واضحه دې وي د دې افسرانو لیرې کول پر داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ د پوځ مشر جنرل راحیل شریف په کوهاټ کې ویلي ول چې په هر سطح به د احستاب عمل حمایت کوي.

دا یې هم ویلي ول چې د ترهګرۍ له خاتمې سره سره درغلي ختمولو بغېر د ملک امن او استحکام ممکنه نه دی.

XS
SM
MD
LG