د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ۷۴ میلیونو افغانیو په ارزښت پروژې بشپړې شوې


د خوست ولایت په اتو بیلابیلو ولسوالیو کې د ملي پیوستون د پروګرام په چوکاټ کې د نږدې ۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۲ پروژې له بشپړیدو وروسته پرانیستل شوې.

د خوست ولایت په اتو بیلابیلو ولسوالیو کې د ملي پیوستون د پروګرام په چوکاټ کې د نږدې ۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۲ پروژې له بشپړیدو وروسته پرانیستل شوې.

د سې شبنې په ورځ خوست والي حکم خان حبیبي د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې د یادو پروژو د بستې د پرانیستې پر مهال مشال راډیو ته وویل، چې پدې کې استنادي دیوالونه، د اوبیزه برښنا، د څښلو اوبو ذخیرې، سړکونه، ګبیون بکسې، د جرګو تالارونه، کانلونه او نور شامل دي.

خوست والي وايي، چې یادې پروژې د تریزیو، باک، صبریو، ځاځي میدان، اسماعېل خیلو او مندوزیو، موسی خېلو، تڼیو او ګربزو په ولسوالیو کې ترسره شوي دي.

نوموړی زیاتوي:

((۴۲ مختلفې پروژې چې پدې کې پلونه، پلچکونه، محافظوي دیوالونه او نورې مختلفې پروژې دي، چې د ملي پیوستون په چوکاټ کې تکمیلې شوې دي او په اتو مختلفو ولسوالیو کې د ۷۳،۹ میلیونه افغانیو په ارزښت تکمیلې او مختلفو برخو کې ګټې اخیستنې ته به نن رسماً پرانیستل شي.))

خوست والي وړاندې وايي، چې د دې پروژو په تطبیق سره زرګونو کورنیو ته ګټه رسیږي، زرګونه جریبه ځمکې به خړوبې کړي.

حکم خان حبیبي زیاتوي، چې د دې پروژو ښه ځانګړنه داده چې دا په خپله د خلکو او د پرمختیايي شوراګانو د استازو په لاس په ښه کیفیت بشپړې شوي دي.

ده له خلکو د یادو پروژو د ساتنې او څارنې غوښتنه وکړه.

د ملي پیوستون یو تن مسوول اسدالله سلیمي وايي، چې د ملي پیوستون د هغه شمېر پروژو د ترمیم پروګرام لري، کوم چې پخوا جوړې شوي او اوسمهال زیانمنې شوي دي.

د ده په وینا پدې سره په کلیو او ولسوالیو کې ګڼو خلکو ته لنډمهالي کاري فرصتونه هم برابر شي.

د ملي پیوستون د ۴۲ پروژو د بستې پرانیسته د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ارخېلو په سیمه کې د یو نوي پل په افتتاح سره وشو.

یاد پل چې ۳۰ متره اوږدوالی لري، د کلیوالو د شل سلنې ونډې په اخیستو د نږدې څلور میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوال محمد یونس ځدارڼ وايي، چې د دې پل په پرانیستې سره به د خلکو د کلونو، کلونو هیلې ترسره شي:

((تقریباً یو نیم کال د پل ودانیزو چارو ونیو، چې نن ورځ عملاً افتتاح شو، د حیدرخېلو د قوم اکثره حصه د پدې پل تګ او راتګ کوي، د خلکو د کلونو کلونو ارمان وو، نن ورځ د دوی هغه ستونزې به خلاصې شي او غوښتنې به يې بشپړې شي.))

د یادونې وړ ده د ملي پیوستون پروګرام چې د کلیو پراخیتا وزارت په چوکاټ کې فعالیت لري، تر اوسه يې په خوست کې ۱۱۴۸ کلي تر پوښښ لاندې راوستي او پدې کلیو کې يې ۲۳۰۷ پروژې تکمیل کړي دي، ملي پیوستون اوس هم د خوست په مختلفو سیمې کې ۱۳۶ پروژې تر کار لاندې لري.

XS
SM
MD
LG