د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار والي له ښاره غیر قانوني تجاوزات لرې کوي


د ننګرهار والي له ښار څخه د لیدنې پر مهال
د ننګرهار والي له ښار څخه د لیدنې پر مهال

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د یکشنبې په ورځ سهار وختي د ښاروالۍ، پوليسو او ټرانسپورټ له مسوولينو سره په ګډه د جلال اباد پلي دوره وکړه او په ښار کې د غيرقانوني اډو او ناجايزه قبضو په وړاندې يې مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې په دوو ورځو کې دننه دې جدي اقدامات وکړي. نوموړي له خپلې مشاهدې وروسته خبريالانو سره په خبرو کې وويل:

« ښاروالۍ خپل کار نه دی کړی، د ترافیکو مدير خپل کار نه دی کړی. ښار که يو خوا د قانون خلاف اډو نيولی، بلخوا په عین وخت کې ريکشو نیولی دی. نو زما جدي هدایت هم ښاروالۍ ته او هم د ترافیکو مديريت ته او هم د امنیت امر صیب ته دي چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي او په دوه ورځو کې دننه، دننه ماته ريپوټ راکړي، که چېرې څوک خپله وظیفه نه اجرا کوي، زه مجبوره يم چې هغه له خپلې وظیفې نه ګوښه کړم.»

د ننګرهار والي په خپلو خبرو کې د ولایتي شورا په وکيلانو او با رسوخه اشخاصو هم غږ وکړ چې د قانوني کړنو په وړاندې له مزاحمت نه لاس واخلي، خو د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ډاکټر ناصر کاموال وايي چې دوی په دغه برخه له دولت سره همکار دي.

« زموږ هيله او غوښتنه له دولت نه داده چې په هر ډول چې وي، د ښار نه دې هډې وباسي، او ښار د عامو خلکو په وړاندې خلاص وساتي او هر هغه څوک چې د دوی تر شاه ولاړ وي، حکومت دې د هغوی څېره بربنډه کړي، او زموږ د ولایتي شورا ګڼ شمېر وکيلان د دغې پريکړې تر شاه ولاړ يوو.»


د جلال اباد ښاروالۍ هم په ښار کې ګڼ شمېر فرعي دوکانونو ته چې غرفې ورته وايي، قانوني جوازونه ورکړي چې پلي لارې او سرکونه په خپل استعمال کې راوړي دي، خو د ښاروال مرستيال انجينر سيد حکيم وايي چې دوی به د والي له هدایاتو سره سمې کړنې تر سره کړي.

« زه فکر کوم چې دا دوه ورځې ډېر کم ضرب الاجل دی، خو موږ به د والي د هدایت په اساس سر له همدې لحظې نه دا کار شروع کوو، او دا کومې خبرې چې والي صیب وکړې، دا ټولې موږ منو، ښار باید پاک شي.»


د ننګرهار د ترافيکو مدير سید حميدالله سادات وايي چې دوی له پخوا نه هم په دغه برخه کې اقدامات کړي، خو اوس چې ورته جدي سپارښتنه وشوه، دوی به په جدي توګه اقدامات وکړي.

« والي صیب چې نن کوم کنټرول وکړو او ساحې يې وليدې، واقعاً مشکلات دي او موږ هم په جديت سره کار روان کړی دی،د والي صیب له هدايت سره سم به له دې وروسته نور هم جدي اقدامات کوو او دا کوم مشکلات چې په ښار کې دي، دا به له منځه وړو.»

د مسوولينو په وینا په جلال اباد کې د لويو اډو تر څنګ د ښار په بېلابېلو برخو کې غير قانوني اډې جوړې شوي او تر پينځلس زرو پورې غير راجستر ريکشې هم په ښار کې ګرځي چې ګڼې ترافيکي ستونزې يې پيدا کړي او د چارواکو په خبره چې دغو غير قانوني کړنو ته د يو شمېر زورواکو ملاتړ هم حاصل دی.

XS
SM
MD
LG