د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: د هوايي ډګر په جوړیدو کې نور ځنډ نه منو


دوی ټېنګار کوي کچیرې د خوست د هوايي ډګر کارونه پیل نه شي، نو د ارګ او ملي شورا د ودانیو په مخکې به پر لاریونونو لاس پورې کړي او خپل حق به وغواړي.

مدني فعالانو او قومي مخورو یادې څرګندونې د جمعې پر ورځ د رسنیو له خبریالانو او استازو سره په یوه خبري ناسته کې وکړې.

د ځوانانو د جرګې مشر عبدالله باوري وايي، د خوست ولس نه پوهیږي، چې اصلاً د هوايي ډګر د پروژې چارې ولې په ټپه دریدلي دي.

هغه زیاتوي، کچیرې د خوستوالو دې غوښتنې ته مثبت ځواب ونه ویل شي، نو په پراخو سوله ییزو لاریونونو به لاس پورې کړي.

عبدالله باور زیاتوي:"موږ له چارواکو غواړو، چې دا راته مالومه کړي چې د خوست د هوايي ډګر چارې ولې ځنډیدلي او هم دې ژر تر ژره د خوست هوايي ډګر چارې بېرته پیل کړي او هره ستونزه چې موجوده وي له ولس سره دې شریکه کړي، خوستوال نور په وعدو نه غولیږي او موږ د هوايي ډګر د کارونو د ژر پیلیدو غوښتونکي یو، کچیرته زموږ غوښتنو ت مثبت ځواب ونه ویل شي نو د خوست ټول ولسونه به د خپل حق د غوښتلو لپاره په سوله ییزو لاریونونو لاس پورې کړي."

د خوست یو تن مدني فعال امیر بهیر وايي چې هوايي ډګر، وارداتي برښنا او ترانزیټ د خوست د پرمختګ درې اساسي فکټورنه دي او دا ددې ولس قانوني حق دی:

"لویه او مهمه پروژه اوسمهال زموږ لپاره هوايي ډګر دی، ورپسې خوست ته د برښنا رالېږد دی او د دې تر څنګ د ترانزیټ رسیمي کېدل دي، دا درې پروژې د خوست د اقتصاد، پرمختګ، ودې او غوړیدا لپاره ډېرې مهمې او اړینې دي، نه په چا ظلم کوو، نه له چا ګوړې غواړو، نه له چا چایونه غواړو او نه له چا بوجۍ او رشنې غواړو مګر دا خپل حق چې د سیمې پرمختګ مو ورسره غوټه دی غواړو."

خوست د افغانستان له هغو استثنايي ولایتونو څخه دی، چې د ځوانانو ډېره برخه يې په بهر په ځانګړي ډول عربي نړۍ کې ده.

قومي مشر موسی جان ځدراڼ وايي، کچیرې د خوست د هوايي ډګر پروژې چارې تکمیل شي،نو خوستیو مسافرو ته به تګ او راتګ اسانه شي:

"زموږ ډېر ځوانان په عربي ممالکو کې کاروبار کوي، دوی کولای شي، ددې هوايي ډګر له لارې په اسانۍ تګ او راتګ وکړي، نو لدې امله موږ غوښتنه کوو چې د هوايي ډګر چارې مو دې ژر تر ژره پیل شي."

د خوست یو تن سوداګر حاجي جمال تڼی ګواښ کوي چې دوی څخه ارګ او ملي شورا لیرې ندي او دوی کولای شي د خپل حق غږ د ارګ او ملي شورا دروازو په مخکې اوچت کړي:

"زه وایم چې له موږ نه ولسي جرګه لیرې ده او نه ارګ راځنې لیرې دی، موږ کولای شو د ولسي جرګې مخکې هم لاریون وکړو او د ارګ مخکې هم لاریون وکړو، موږ په هغو ځایونو کې لاریونونه وکړو او د خپل حق نه به دفاع وکړو."

د یادونې وړ ده لس میاشتې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني خوست ته د خپل سفر پر مهال د خوستوالو یوې غونډې ته ویلي ول، کچیرې د خوست والي ده ته د هوايي ډګر د پروژې د شفافیت تضمین ورکړي او د ولسمشر په وینا په منځ کې يې چټلي نه وي، نو دی چمتو دی چې د هوايي ډګر د پروژې د کارونو د بیا پیلیدو په اړه هدایت ورکړي، خو تر لسو میاشتو وروسته هم د هوايي ډګر د پروژې چارې د مبهمو دلایلو له امله ندي پیل شوي.

XS
SM
MD
LG