د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ۵۶ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري


د خوست ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې ۵۶ سلنه ښوونځي ودانۍ نلري او زده کوونکي کې په بیدیاوو کې زده کړې کوي.

دوی د ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتون د ښوونیز بهیر پر وړاندې یوه جدي ستونزه بولي او زیاتوي، چې د تودوخې د ډېریدو او یا د باد او باران پر مهال د زده کوونکو زده کړې اغېزمنې کیږي.

چارواکو یادې څرګندونې نن د پنجشنبې پر ورځ مشال راډیو ته د غرښت لیسې په انګړ کې د زده کوونکو لپاره د یوې نوې ودانۍ د پرانیستې پر مهال وکړې.

یاده وداني چې دوولس اداري او تدریسي خونې لري، د پوهنې وزارت له پرمختیايي بودجې څخه جوړه شوې ده.

خوست والي حکم خان حبیبي د نوې جوړې شوې ودانۍ مشخصات داسې وښودل:

((د غرغښت د تاریخي لیسې په انګړ کې موږ د یوې ودانۍ د پرانیستې شاهدان یو، دغه تعمیر د پنځه عشاریه یو میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی ده، اته تدریسي او څلور اداري خونې لري، د ۱۶۰ شاګردانو لپاره همدا اوس چوکۍ هم لري، پدې تپ او تلاش کې یو چې په اینده کې د دغې لويې لیسې نور امکانات هم ترلاسه تر څو دغه لیسه خپل ټول ساختماني او اړین ضرورتونه يې رفع شي.))

د ودانیو کمښت د افغانستان په کچه د پوهنې د بهیر له مهمو ستونزو څخه شمېرل کیږي، هغه زده کوونکي چې په بیدیاوو کې لمر، خاورو، باد او باران ته زده کړې کوي، د زده کوونکو لوستونه يې په سمه توګه پرمخ نه ځي او له همدې کبله ښوونکي اړ کیږي چې کله نا کله په درسي ساعتونو کې زده کوونکي رخصت کړي.

د خوست د پوهنې رييس بخت نور بختیار وايي، چې په یاد ولایت کې ۵۶ سلنه ښوونځي داسې دي، چې ودانۍ نلري، خو دوی هڅه کوي چې کرار، کرار دې مهمې ستونزې ته حل لارې ومومي:

((زموږ ۵۶ فیصده مکتبونه تعمیرونه نلري، غټه ستونزه ده، خو یوازې په خوست کې نده، بلکې په ټول افغانستان کې ده، انشاالله هڅه به کوو چې ورو، ورو دې ستونزو ته جواب ووایو، موږ به په نږدې راتلونکې کې د اتو ښوونځیو د چاردیوالیو د جوړولو کار پیلوو، د هغوی قراردادونه او بودجې راغلي دي.))

د یادونې وړ ده په خوست کې تر دریو لکو ډېر ماشومان، تنکي ځلمیان او ځوانان په ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي، چې درېیمه برخه يې نجونې دي.

که څه هم په خوست کې د ښوونځیو او زده کوونکو شمېر په ښه کچه کې دی، خو کتونکي د ښوونیز بهیر پر کیفت نیوکه کوي او وايي چې د زده کوونکو د تعلیم سطحه ټیټه ده او ښوونکي هم په پابندی سره ټولګیو ته نه حاضریږي.

XS
SM
MD
LG