د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست مدني ټولنو ولسي کارونو ته دانګلي


د خوست یو شمېر مدني فعالان وايي، کچیرې د یاد ولایت مدني بنسټونه، شوراګانې او ټولنیز سازمانونه په ګډه د ملي موخو لپاره کار وکړي، نو نه یوازې د ولس په فکري ويښتابه کې به خپله ونډه ترسره کړي، بلکې د ګډو فعالیتونو له لارې به ډېرې لاسته راوړنې ولري.

دوی زیاتوي په تېرو کالونو کې یو شمېر مدني بنسټونو پروژوي موخې تعقیب کړې او پر شخصي ګټو يې ډېر تمرکز وو، خو اوسمهال مدني ټولنې خپلو اساسي موخو ته متوجه شوي او د ولس د غوښتنو سره سم يې رښتیني کار ته يې ملا تړلې ده.

د سېشنبې پر ورځ د خوست یو شمېر مدني فعالانو په هغه مشورتي ناسته کې چې د مدني بنسټونو د ګډ کار او همغږۍ د ایجاد په موخه جوړه شوې وه، مشال راډیو سره په خبرو کې ټېنګار وکړ، چې مدني حرکتونه د ښې حکومتوالۍ په رامنځته کولو او د ولس د شعور په وده کې ډېره اغېزمنه تمامیږي.

مدنی فعال سیف الله خوستی وايي:

((که دولت په ځو برخو کې نیمګړتیاوې لري، مدني ټولنې دولت انتقادوي او دولت خپلو تېروتنو او ستونزو ته متوجه کوي، همدارنګه د ټولنې د شعور په وده کې مدني ټولنې زخت زیات مرستندوی واقع کیدای شي.))

یو بل تن مدني فعال د مدني حرکتونو د انسجام او یوموټیتوب اړتیا په ګوته کوي:

((ولي جان رومان یم د څړبن د ادبي ټولنې مشر، کچیرې مدني ټولنې سره یو ځای شي، یو حرکت وکړي او په یوه لاره ولاړ شي، بیا يې غږ ډېر موثر تمامیږي، ځکه چې که شل کسان متفرق حرکت کوي، نو منسجم حرکت يې ډېر ګټور تمامیږي.))

په خوست کې د یوې کلتوري ټولنې غړی طالب منګل وايي، چې څو کاله پخوا مدني ټولنې په خپلو فعالیتونو کې پروژوي بڼه خپله کړې وه، چې له کبله يې دا ډول ټولنیزو حرکتونو باور ته زیان رسیدلی وو، خو اوسمهال مدني ټولنه خپلو اساسي موخو ته متوجه شوې ده:

((په خوست کې مدني ټولنې چې پخوا جوړې شوې وې، پروژوي بڼه يې درلوده او ډیریو يې خپلو ګټو لپاره کار کاوه، همدا وجه وه چې پر مدني ټولنو د خلکو باور کم شو، اوس مدني ټولنې هڅه کوي چې په رښتیني توګه کار وکړي او هغه څه وکړي، چې د ولسي باور د بیا حاصلولو لپاره اړین دی.))

بلخوا د خوست چارواکي وايي، که مدني ټولنې ملي موخې تعقیب کړي، نو ځايي چارواکي به په لویو تصمیم نیونو او فعالیتونو کې د دوی نظرونه اخلي او د متقابلې همکارۍ د فضاء د جوړولو لپاره به کار وکړي.

خوست والي حکم خان حبیبي وايي، هغه مدني ټولنې چې ملي ګټو ته په پام فعالیتونه کوي، د دوی غېږ ورته خلاصه ده:

((مدني ټولنه هر کله چې حرکت کوي، د یو فشار د وسیلې په توګه نه، د مشخص هدف لپاره نه، بلکې د ملي ژمنو او ملي ګټو ته د ژمنیتا په خاطر باندې که وي، نو زموږ غېږ همیشته د دوی پر وړاندې خلاصه ده او هر تصمیم چې د خوست د ابادۍ او ښې حکومتوالۍ لپاره نیسو، انشاالله د مدني ټولنو نظرونه به پکې اخلو.))

که څه هم په خوست کې خواوشا اویا مدني ټولنې، ټولنیز سازمانونه، شوراګانې او بیلابیلې اتحادیې فعالیت لري، خو کتونکي د ډېریو بنسټونو کارونه لدې کبله کمزوري ګڼي چې فعالیتونه يې منظم، پلانیزه او دوامداره ندي، همدارنګه د ځنو مدني فعالانو تر منځ ناسالمه سیالي او د نه همغږی شتون هغه لاملونه دي، چې د مدني ټولنو د ډېر پرمختګ مخه يې نیولې ده.

XS
SM
MD
LG