د لاسرسي ځای

تازه خبر

له لوګر بهر ته د قیمتي کاڼو قاچاقولو مخه ونیول شوه


د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي نیول شوي ګران بیه کاڼي، چې پنځه سوه کیلو ګرامه وزن لري، د یاد ولایت له کانونو کې څخه په غیر قانوني توګه ایستل شوي وو او لېږدونکو يې غوښتل چې لدې لارې يې پاکستان او وروسته نورې نړۍ ته ولیږدوي.

لوګر چې د قیمي کاڼو یو شمېر کانونه لري، ځني ځايي خلک په کې غیر قانوني کیدنې کوي او توکي يې بهر ته لیږدوي.

سلیم صالح وړاندې وايي، چې په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونه توانیدلي تر څو د لوګر له لارې نورو ولایتونو ته د وسله والو د وسلو د انتقال او همدارنګه په یاد ولایت کې د قیمتي کاڼو د کیندنو او قاچاقو مخه ونیسي.

د یو بل خبر له مخې:

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي، چې د سېشنبې په سهار وختي وسله والو مخالفینو په څرخ ولسوالۍ کې پر یو شمېر امنیتي پوستو وسله وال بریدونه ترسره کړي، چې پدې بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ښاغلي صالح په وینا په دې بریدونو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې ماشومان ټپیان شوي دي، خود ده په وینا چې افغان ځواکونو د وسله والو بریدونه په شا تمبولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د وسله والو طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼو کې د عمري په نوم د دوی د پسرلنیو عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG