د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ځانمرګي بريد ۵۰ تنو نظامیانو ته مرګ ژوبله واړوله


افغان چارواکي وايي، د دوشنبې په ورځ شاوخوا څلور بجې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ دوه لارې ته څېرمه د سبز اباد په سیمه کې د ملي اردو د جلب او جذب په موټر د ځانمرګي بريد له امله ۵۰ تنو نويو جذب شويو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګياڼي مشال راډيو ته وويل، چې په دغه پېښه کې ۱۲ تنه سرتېري وژل شوي او ۳۸ تنه نور يې ټپیان شوي دي. خوګياڼي وايي چې په ټپيانو کې د ځينو سرتيرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د خوګياڼي په خبره ځانمرګي بريدګر په يوه زرنج موټرسایکل کې باروت ایښي ول او د ملي اردو د جلب او جذب کاشټر موټر ته جوخت يې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د پېښې مسوولت هېڅ یوې وسله والې ډلې تر دې دمه نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG