د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې زلزلې پنځه تنه وژلي


په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي آفتونو نظم ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند ویلي چې پرون د اتوار ورځې ماښام له راغلې زلزلې د دغه صوبې په بېلا بېلو سیمو کې پینځه کسان وژل شوي او ۴۰ نور یې ژوبل کړي دي او نژدې شل کورونه یې زیانمن کړي دي.

د پاکستان موسمیاتو محکمې له مخې د هېواد په ځینو برخو کې د راغلې زلزلې شدت د رېختر په کچه ۷.۱ درجې و او ښکته والی یې تر ځمکې لاندې ۲۳۶ کلومیټره او مرکز یې د افغانستان هندوکش سیمه وه. دوی چې د زلزلې ټکانونه په خېبر پښتونخوا او د پنجاب صوبې د ځینو برخو پرته په پلازمېنه اسلام اباد کې هم احساس شوي دي.

د پي ډي اېم اې ویاند لطیف الرحمان مشال راډیو ته وویل چې له زلزلې د پښتونخوا په چارسده، سوات او بونیر کې خلکو ته د سر او مال زیان اوښتی دی. دوی وايي، که څه هم د سیمې ولس له وړاندې بارانونو او سېلاونو ځپلی دی او اوس زلزلې هم تاوانونه ورسولي دي خو زیاتوي چې په بېړنيو حالاتو کې ورسره هرډول مرستو ته چمتو دي. چارواکي وايي، په روغتونونو کې یې له وړاندې بېړنۍ حالت لګولی دی. بلخوا په پېښور کې د لیډي ریډینګ روغتون ویاند سید جمیل شاه مشال راډیو ته وویل چې له زلزلې برسېرن نژدې ۳۸ ژوبل چې اووه ښځې هم وې له روغتايي درملنې وروسته کورونو ته لېږلي دي.

XS
SM
MD
LG