د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا پوهنتون به سږ کال کار پیل کړي


د قبایلي چارو شنونکي وايي چې له ډېرې مودې راهیسې په دې پوهنتون کار روان دی خو تر دې دمه سرته ونه رسېدو.

د تعلیم لپاره د قامي اسمبلۍ قایمه کمېټۍ ویلي دي چې فاټا پوهنتون لپاره وفاقي حکومت بجټ بېل کړی او د سږني کال تر وروستیو به کار پرې پیل شي.

د شورو په ماښام په اسلام اباد کې د لوړو زده کړو لپاره د قامي اسمبلۍ قایمه کمېټۍ غونډې ته د تعلیم وزیر مملکت بلیغ الرحمان وویل چې وفاقي حکومت دره ادم خېل اخوروال سیمه کې د فاټا پوهنتون لپاره دوه نیم اربه روپۍ بېلې کړې دي او حکومت غواړي چې زر تر زره جوړ کړل شي.

پر دې مهال د یادې کمېټۍ چیېرمېن امیرالله مروت وویل، چې د تعلیم وزېر مملکت ته یې حکم کړی چې په هر صورت کې دې د سږني کال تر پایه د پوهنتون جوړولو چارې سر ته ورسول شي ځکه چې د فاټا طالبعلمانو ته تر ټولو زیات د اعلا تعلیم ضرورت دی.

نوموړي په دې اړه مشال راډیو ته زیاته کړه:

« پر فاټا پوهنتون به سږ کال کار پيل کړي او موږ ورته وايس چانسلر ټاکلی دی او د دې لپاره بودیجه هم بېله کړل شوې ده او ما حکومت ته ځینې تجویزونه هم ورکړل او حکم مې ورته ورکړو چې په دې کار نور هم تند کړي او موږ دا پلان لرو چې په درېوو کالو کې په هرې ایجنسۍ کې یو یو سب کېمپ خلاص کړو چې دا رنګ د دې پوهنتون نه د ټولو قبایلي سیمو ځوانان ګټه پورته کړي او دا رنګ به د فاټا نور د تعلیم ضروریات هم پوره کوو.»

کله چې مشال راډیو په دې اعلان باندې د قبایلي چارو تجزیه کار او د باچا پوهنتون پروفېسر ډاکټر محب وزیر نه تپوس وکړو نو هغه ووېل چې یواځې د میټېنګونو تر حده په دې پوهنتون کار روان دی او که چرې حکومت سنجیده وای نو دا به پخوا جوړه وه

ده زیاته کړه:

« په موجوده وخت کې د پوهنتونونو د اهمیت نه خو څوک هم انکار نشي کولی او زه دا هم وایم چې دا ډېره د شرم خبره ده چې په اویا کاله کې په فاټا کې یوه یونیورسټي جوړه نکړی شوه او اوس چې د کوم فاټا پوهنتون خبره روانه ده نو د دې اعلان ۵ کاله وړاندې شوې و او یواځې په دوه نیم کاله کې يي وايس چانسلر واخېست نو زه ګڼم چې باید دا کار لا پخوا شوی وای خو نه وینم چې دا به روان کال عملي شي.»

په یاده غونډه کې دا هم ووېل شول چې تېر کال وفاقي حکومت د فاټا ۱۳۹ زده کونکیو ته د تعلیم ترلاسه کولو لپاره وظیفه ورکړیده او روان کال به ۷۴ زده کونکیو ته بهر ملکونو کې اعلي تعلیم لپاره سکالرشپې ورکوي.

XS
SM
MD
LG