د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې پوځي عملیات پیل شوي


د ننګرهار سیمه ییز چاروکي وايي، د دې ولایت په ناامنو سيمو کې د افغان ګډو ځواکونو لخوا پسرلني عمليات پيل شوي.

د یاد ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي مشال راډيو ته وویل چې دغه عمليات د دوشنبې په ورځ په خوګياڼو، کوټ، بټي کوټ او اچین ولسوالیو کې پيل شوي چې نورو ناامنو سیمو ته به هم وغځېږي.

هغه زیاته کړه”:په یو شمېر ولسوالیو کې چې پسرلني عمليات پلان شوي و پيل شول او په ځينو نورو سیمو کې به ډېر ژر پيل شي د دې عملياتو موخه په سيمه کې وسله وال مخالفين ځپل دي او همدا راز په پسرلني موسم کې د دوی د شومو کړنو مخنیوی دی او دا به تر هغه پورې دوام وکړي چې تر څو سیمه په بشپړه توګه له وسله والو مخالفينو پاکه شي."

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقي وال وايي، په دې عملياتو کې تر دې دمه ۲۵ تنه دولت ضد وسله وال وژل شوي.

نوموړی وايي په دې عملياتو کې د ځمکنیو ځواکونو سره هوايي ځواک هم ملتيا کوي.

هغه وویل” :تر اوسه ۱۹ وسله وال کوټ ولسوالۍ په لاغرجوی کې وژل شوي او شپاړلس نور زخميان شوي او دوه بیل هوايي بریدونه د اچین ولسوالۍ په منځکي په ساحه کې ترسره شوي چې شپږ تنه داعش وژل شوي او د دوی وسلې له منځه تللي دي په دې عملياتو کې د هوايي ځواکونو حمايه هم موجوده ده."

د شینوارو د سيمې خلک وايي، که څه هم د وروستیو هوايي بریدونو له امله د شینوارو په ساحو کې داعش تر پخوا کمزوری شوی ولې د هسکې مینې، اچین او نازیانو ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې يې لا هم مرکزونه فعاله دي.

دوی وايي، که چېرې هوايي ځواکونه په یادو ناامنو سیمو کې د داعش او امارت اسلامي ډلو پرضد د ځمکنيو عملياتو تر څنګ هوايي بریدونو ته هم دوام ورکړي دا سيمې به په ډېرې لنډې مودې کې له وسله والو پاکې شي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG