د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې پاکستانيو سرتېرو د شپږو وسله والو د وژنې دعوه کړې


د پاکستان په لاهور کې پوليس د شپږو وسله والووژلو ادعا کوي. د پنجاب پوليسو ترهګرۍ ضد څانګه وايي، دوی خبر تر لاسه کړی وو چې سګيا پله سره نږدې په يو کور کې وسله وال پټ دي.

کله چې دوی تېره شپه پر کور چاپه ووهله نو هلته موجودو وسله والو پر دوی ډزې پېل کړې.

د پوليس په ځوابي ډزو کې شپږ وسله وال پر هغه ځای ووژل شول او له درو څخه تر څلورو پورې په شپه کې وتښتېدل.

پوليس زياتوي چې د وسله والو تعلق د تحريک طالبان پاکستان استاد اسلم ډلې سره وو.

پوليس وايي، دغې ډلې په لاهور کې د امنيتي ادارو پر غړو او نامتو شخصياتو د بريد پلان درلودی.

د تيرې مارچ مياشتې پر ۲۷مه نېټه د لاهور په ګلشن اقبال پارک کې تر ځانمرګي بريد وروسته د پاکستان امنيتي ادارو د پنجاب پخ بېلا بېلو سيمو کې د وسله والو په ضد عمليات پېل کړي دي. په دغه بريد کې تر ۷۰ زيات کسان وژل شوي ول.

د دغه پېښې په اړه له وسله والو خبرې رسنیو ته خپل غبرګون نه دې څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG