د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د خوست ښار د یو شمېر سړکونو د رغولو کار پیل شو


د سېشنبې پر ورځ د خوست ښار د اوه کیلومتره سړکونو، کوڅو، جادو او څلورو لارو د اساسي ترمیم کارونه پیل شول.

یاد سړکونه به د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې څخه د ۶۶ میلیونو افغانیو په لګښټ د شپږو میاشتو په موده کې ورغول شي.

د خوست ښار نږدې ټول سړکونه د ډېر وخت د تېریدو له کبله په یو ډول زیانمن شوي او د ګاډو د ګڼه ګوڼې له کبله د ښار فضاء له خاورو او ګردونو ډکه مالومیږي.

د خوست ښاریانو د پرلپسې غوښتنو وروسته د دې ښار له اتلس کیلومتره سړکونو څخه دا مهال، د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې څخه د اوه کیلومتره سړک د اساسي رغونې کارونه پیل شول.

خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو ته وویل، چې د ښار د اساسي جوړولو او ښاریانو ته د لازمو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره دا لومړنۍ ګام دی او تر دې وروسته به د ښار ټولو مسالو ته مادي امکاناتو ته په کتو ، په ترتیب سره پاملرنه کیږي:

((دغه پروژه به د شپږو میاشتو په موده کې د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت باندې انشاالله تکمیله شي، چې په نتیجه کې به ۷ کیلومتره سړکونه په اساسي ډول ورغول شي، زموږ اراده داده او ښاروالۍ ته مو هدایت دادی، چې یو په بل پسې د ښاري پراخیتا، ښاري نظم، د ښاري سړکونو د جوړیدو او د ښار د کانالیزاسیون په برخه کې خپلو ټولو امکاناتو ته په کتو باندې خاصه توجه وکړي.))

د خوست د ولایتي شورا رييس عبدالولي واحدزی وايي، چې د خاورو، دوړو او په لارو کې د ناپاکو اوبو د ډنډوکو له لاسه د خوست ښار اوسنۍ حالت د زغم وړ ندی.

ده هیله څرګنده کړه، چې د دې کار په بشپړیدو سره به د ښار په پاکوالي او ښکلا کې نسبي بدلون رامنځته شي:

((د خوست ښار اوسنۍ وضعیت په هېڅ صورت نه ادارې ته او نه هم ولس ته د زغملو وړ دی، خوشاله یو چې نن ورځ پس له څو میاشتو څخه چې نږدې یو کال ته رسیږي، چې دا پروژه ډیزاین، ترتیب او قرارداد شوې وه، اما د ملي تدارکاتو په کمیټه کې دا ځنډیدلې وه، بېرته رامنظوره شوه او په خوست کې يې دادي، عملاً چارې پیل شوې، د دې سړکونو په رغولو سره به انشاالله د خوست ښار د سړکونو وضعیت کاملاً تغیر کوي او اوسنۍ حالت به بدلوي.))

خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر وايي د ښار پر سړکونو له لسو کالونو ډېره موده تېره شوې او تقریباً د سړکونو پاسنۍ برخه تخریب شوې ده.

دی وايي، خوست ښار په داخل کې اتلس کیلومتره سړکونه لري، خو دوی اوسنۍ بودجې ته په کتو یوازې اوه کیلومتره سړک په اساسي ډول رغوي:

((د سړکونو ترمیم د وخت ضرورت دی، ځکه کله چې د سړکونۍ پاسنۍ طبقه تخریب شوه، باید په اساسي ډول ترمیم شي، د خوست ټول سړکونه اتلس کیلومتره طول لري، موږ د ښاروالۍ بودجې په کتو سږ کال يې ۷ کیلومتره جوړوو.))

که څه هم د خوست ښار تنګه او وړه ساحه د یو شمېر کتونکو له نظره د ښاري ستونزو له مهمو لاملونو کې حسابیږي، خو د سې شنبې پر ورځ خوست والي د ښاري نظم او پراخیتا په مشورتي غونډه کې یو ځل بیا پر داخلي پانګوالو او سوداګرو غږ وکړ، چې په یاد ولایت کې پانګونه وکړي او د ښار په پرمختیا او د سوداګرۍ په وده ونډه واخلي.

XS
SM
MD
LG