د لاسرسي ځای

تازه خبر

'وزیرستاني کډوال ماشومان له ځورونو سره مخامخ دي'


په خېبر پښتونخوا کې د شمالي وزیرستان کډوالو په اړه شوې یوه سروې په کډوالو کې د وړوکې عمر ودونو، ماشومانو جینکو او هلکانو سره جنسي زیاتې او په ښځو کورني تشدد په اړه د اضافې خبرداری ورکړې.

دا سروې غېر سرکاري ادارو سرحد رورل سپورټ پروګرام، احسار، کېمپ کوارډینټر اېنډ کېمپ منېجمنټ او پروټېکشن کلسټر پاکستان په مرسته شوې ده.

د دې سروې ترمخه چې یویشت فیصده د ووړکې عمر ودونه رپورټ شوي چې یوه غټه مسله ده.

سروې زیاتوی چې لږ تر لږه پنځلس فیصده خلکو د ماشومانو جینکو او هلکانو خلاف د زور زیاتې کېسونه رپورټ کړي دي او شپږ فیصده داسې د تشدد کېسونه رامخې ته شوې دي چې د جنسي امتیاز دي.

سروې وایي چې د ښځو خلاف منفي رویه کې هم اضافه شوې ده، ښځې د خپګان ښکار شوې او ماشومانو ته په مختلفو معاملو د مشورې ضرورت دی.

د صحت سهولیاتو په لړ کې سروې وایي، چې زیاتره کډوال د صحت سهولیات نه لري او د ټولو نزدې د صحت مرکز ترې لس کلومیټره لرې دی.

د دې سروې په لړ کې له مشال راډیو سره په خبرو کې غېر سرکاري ادارې د کډوالو د پروژې مشر مختیار احمد وویل:

،، ژوند خو دوی هسې هم بې کوره تېروي خو چې بیا داسې حالات شي هغه نور هم سخت شي. د ښځو صحت خبره کوو نو هغه نشته، داسې څلکو اوبو مسلې دي، اوبه ورته نشته، له دې علاوه د تشنابونو سهولت ورته هم نشته. دوی خپله ځانونو له لږ تر لږه بندوبست کړی وي،،

د غېر سرکاري ادارو د دې سروې په وینا چې یو کم شپيته فیصده جینکې او دیرش فیصده کډوال ماشومان د سکولونو نه بهر دي او وجه یې د سکولونو لرې والې دي چې شپږ کلومیټره نه ترلس کلومیټره پورې لري دي.

د دې سروې په وینا که دا صورتحال ښه نه شو نو د شمالي وزیرستان ماشومانو د زده کړو عمل متاثرېدلای شي.

مختیار احمد خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په دې سروې کې مرستندویه ادارو ته تجویزونه هم ورکړې شوې دي.

،، موږ مختلفو مرستندویه ادارو ته دا تجویز ورکړې دې چې د ماشومانانو ، ښځو او کډوالو لپاره په دې ژوند کې هیڅ سهولیات نشته نو پکار ده چې تاسو ورله څه وکړې او د ټولو مهم د څکلو اوبه دې چې د هغې سهولت ورته ورکړې،،

د ذکره ده په دې سروې کې نه صرف نارینه بلکه ښځو ، ماشومانو او معذورانو سره د هغې د مشکلاتو په اړه مرکې شوې دي.

XS
SM
MD
LG