د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د مسعود اندرابي تورونه بې بنسټه ګرځولي


په وروستیو کې د افغانستان سولې بهیر بیا پیلولو په موخه یو شمېر څلور اړخیزه غونډې شوې دي
په وروستیو کې د افغانستان سولې بهیر بیا پیلولو په موخه یو شمېر څلور اړخیزه غونډې شوې دي

اسلام اباد - پاکستان د افغانستان استخباراتي ادارې مشر دا خبره رد کړې چې ګواکې ای اېس ای په افغانستان کې تاوتریخوالي ته لمن وهي.

څو ورځې مخکې د ملي امنیت سرپرست رییس مسعود اندرابي د افغان پارلېمان غونډې ته په وینا کې ویلي ول، په سږني اوړي کې به په وسله وال په افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښې کوي.

اندرابي تور پورې کړی وو چې د پاکستان استخباراتي اداره ای اېس ای د وسله والو مرسته کوي او هڅوي یې چې لا زیاته ناامني خپره کړي او طالبان د افغانستان سیمې تر خپل واک لاندې راولي.

د پنجشنبې پر ماسپښين د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا اوونیزې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، ترهګري د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن دی نو په کار ده چې دواړه هېوادونه یې د ختمولو هڅې وکړي.

ده د اندرابي څرګندونو ته په اشاره وویل، ((موږ د دې بیانونو په اړه رپورټونه لیدلي. دا د بدقسمتۍ خبره ده او داسې دعوې بې اساسه او د واقعیتونو برعکس دي. پاکستان په پوره اراده د ترهګرۍ او سختدریځۍ ضد جنګېږي. موږ بې له توپیره د وسله والو ضد عملیات کوو. ترهګري یو ګډ دښمن دی نو ځکه یې د ختمولو لپاره د مرستو او ګډو هڅو اړتیا ده.))

زکریا زیاته کړه چې پر یو بل د تورونو لړۍ د وسله والو او سختدریځو ((لاسونه مضبوطوي.))

په پېښور کې خبریال رحیم الله یوسفزی وايي، د اسلام اباد و کابل اړیکي لا هم هغې سطحې ته نه دي رسېدلي چې پر یو بل باور وکړي:

((چې [له طالبانو سره د سولې] خبرې نه وې پیل شوې، پرمختګ پکې نه وي شوی نو تر هغو به پر یو بل د تورونو)) پورې کولو لړۍ روانه وي.

ده وویل، پخوا به دواړو هېوادونو پر یو بل ((ډېر زیات تورونه)) پورې کول چې ((اوس کم شوي دي.))

اسلام اباد مېشتی خبریال طاهر خان وايي، پر ځای د دې چې دواړه هېوادونه د رسنیو له لارې پر یو بل تورونه پورې کړي، باید د یوه فورم په ذریعه خپلې مسلې هوارې کړي.

XS
SM
MD
LG