د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ولسمشر په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان رول ستایلی


امریکايي ولسمشر باراک اوباما د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف ته ټیليفون کړی او ویلي یې دي چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډېرې بریاوې تر لاسه کړې دي.

د وزیراعظم دفتر یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د چارشنبې پر ماښام اوباما په ټیليفون نواز شریف ته وویل چې په دې جګړه کې د پاکستان رول ستايي.

ده وویل، اوباما پر دې هم د شریف ستاینه وکړه چې د لاهور تر حملې وروسته یې امریکا ته سفر وځنډاوه.

ټاکل شوې وه چې د پاکستان وزیراعظم په واشنګټن کې د اټومي امنیت په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د وزیراعظم دفتر چارواکی وايي، شریف اوباما ته وویل، په پاکستان کې ((نامعلومه دښمن بېګناه خلک او اسان اهداف په نښه کوي.))

د اتوار پر ورځ د لاهور په تفریحي پارک کې ځانمرګي برید له ۷۰ څخه زیات کسان ووژل چې پکې زیاتره ښځې او ماشومان ول.

په پېښه کې له ۳۰۰ څخه زیات کسان ژوبل هم شول.

د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار منلې.

XS
SM
MD
LG