د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورستان کې د افغان ځواکونو او وسله والو نښتې شوې دي


د نورستان چارواکي وايي، له تېرې څه د پاسه یوه اوونۍ راهیسې په دواب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه روانه ده چې پکې لسګونه وسله وال وژل او ژوبل شوي دي.

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم مشال راډیو ته وویل، ((په ټوله جګړه کې تقریباً ۱۶ مخالفین وژل شوي او ۲۵ ژوبل دي.))

د ده په خبره، د افغان ځواکونو توغندیو ورولو له کبله وسله وال شاتګ ته هم اړ شول.

((هلته زموږ ځواکونه په ډېر لوړ مورال جنګ ته ادامه ورکوي، د طالبانو یو شمېر ملګري تښتېدلي او نور یې هم د تېښتې په حال کې دي.))

دی وايي، په جګړه کې یوازې دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قل اردو ویاند جګړن شیرین اغا وايي، په دواب کې له پولیسو سره د ملي اردو هوايي او ځمکنیو ځواکونو مرسته هم دوام لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په نورستان کې د دوی وسله والو ته د مرګ ژوبلې ور په برخه کېدو خبر نه مني بلکې دعوه کوي چې د کونړ په ناړۍ کې یې د ملي اردو هیلي کاپټر ویشتلی او پکې ناست سرتېري یې وژلي دي.

ازادې سرچینې د دواړو لورو د دعوو پخلی نه کوي.

رپورټ: روح الله انوري
XS
SM
MD
LG